Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 15:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 هغه به وختى پاڅېدو او لا به ړو او د ښار د دروازې سره به په لاره کښې ودرېدو. کله به هم چې څوک د يوې لانجې سره هلته راغلو چې هغۀ به غوښتل چې بادشاه لانجه هواره کړى، نو ابى‌سلوم به هغه راوغوښتو او تپوس به يې ترې نه وکړو چې هغه د کوم ځائ دے. نو هغه سړى به ورته ووئيل چې زۀ د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې نه يم،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 15:2
13 Iomraidhean Croise  

همور او د هغۀ زوئ شِکم د ښار د دروازې سره نزدې د جرګې ځائ ته لاړل، او د ښار خلقو سره يې خبره وکړه چې،


نو بادشاه پاڅېدو، لاړو او د ښار د دروازې سره نزدې کښېناستو. د هغۀ سړى خبر شول چې هغه هلته دے او ټول ترې نه ګېرچاپېره راټول شول. په دې دوران کښې ټول بنى اِسرائيليان خپلو کورونو ته تښتېدلى وُو.


هغوئ ورته ووئيل، ”کۀ ته په دې خلقو باندې مِهربانه يې او د عقلمندۍ جواب ورکولو په ذريعه د هغوئ خوشحالولو کوشش وکړې، نو هغوئ به په وفادارۍ سره همېشه ستا خِدمت کوى.“


قاتِل سحر وختى راپاڅى چې غريب او ضرورتمند ووژنى، او په تيارۀ کښې غلا کوى.


چې کله يترو هغه هر څۀ وليدل کوم چې موسىٰ کول، نو هغۀ ترې تپوس وکړو، ”دا څۀ دى چې تۀ يې د خلقو دپاره کوې؟ تۀ دا کار يواځې ولې کوې، چې د سحر نه تر ماښامه پورې خلق د مشورې دپاره درنه راتاو وى؟“


چې کله د دوو کسانو په مينځ کښې لانجه وى، نو هغوئ ما له راشى او زۀ بيا دا ګورم چې کوم يو په حقه دے او کوم په ناحقه دے او زۀ دوئ ته د خُدائ پاک حُکمونه او شريعت ښايم.“


هغوئ به په پخه توګه د قاضيانو په شان د خلقو خِدمت کولو، هغوئ به ټولې سختې لانجې موسىٰ له راوړې خو وړې لانجې به هغوئ په خپله فېصله کولې.


ترڅو پورې چې دوئ غلط کار نۀ وى کړے تر هغې خوب نۀ ورځى، ترڅو پورې چې دوئ چا ته تيندک نۀ وى ورکړے نو دوئ تر هغې پورې آرام نۀ کوى.


د هغۀ په ځائ به يو بدعمله سړے بادشاه شى چې د بادشاهۍ حق به ورته نۀ وى حاصل. هغه به ناګهانه راښکاره شى، او په سلطنت به حمله وکړى، په چالاکۍ او ټګۍ سره به بادشاهۍ قبضه کړى.


چې سبا شو نو مشران اِمامان او د قوم مشران راټول شول او دا منصوبه يې جوړه کړه چې عيسىٰ به څنګه وژنو.


کۀ داسې لانجې وى چې د هغې فېصله کول د هغه ځائ د قاضيانو دپاره ګران وى، لکه د جائيداد حقُونو يا د چا د زخمى کېدلو لانجې يا چې په قصد سره يا په غلطۍ سره د قتل په مينځ کښې فرق کول وى، نو چې داسې وشى، نو د عبادت هغه يو ځائ ته لاړ شئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوښ کړے وى،


نو بوعز د ښار په دروازه کښې د جرګې ځائ ته لاړو او هلته کښېناستو. بيا د اِلى‌مَلِک نزدې رشته‌دار، چې بوعز د هغۀ په حقله وئيلى وُو، راغلو، نو بوعز ورته آواز وکړو، ”زما ملګريه، دېخوا راشه، او دلته کښېنه.“ هغه ورَغلو او هلته کښېناستو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan