19 او بادشاه د هغوئ مشر اِتى ته وفرمائيل، ”تۀ مونږ سره ولې ځې؟ واپس شه او د نوى بادشاه سره ايسار شه. تۀ مسافر يې، چې د خپل مُلک نه مهاجر شوے يې.
تۀ دلته ډېر لږ وخت اوسېدلے يې، نو زۀ تا د ځان سره ولې وګرځوم؟ ما ته په خپله هم دا پته نۀ لګى چې زۀ چرته روان يم. واپس لاړ شه او خپل وطندار د ځان سره بوځه. او مالِک خُدائ دې تا ته خپله مِهربانى او وفادارى وښائى.“
بيا يې هغوئ په درېو ډلو کښې ولېږل، چې د هرې يوې قبيلې خپل مشر وو، يوآب او د يوآب ورور ابيشے او د جات اِتے وو. او بادشاه خپلو سړو ته وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تاسو سره ځم.“
نو نعومى هغې ته ووئيل، ”اے روت، ستا يور خپلو خلقو او د هغوئ معبودانو له لاړه. هغې پسې واپس کور ته لاړه شه.“