Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 15:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 د هغۀ ټول آفسران ورسره ولاړ وُو چې په دې کښې شاهى فوجيان د هغۀ په مخکښې تېر شول. هغه شپږ سوه فوجيان هم تېر شول چې د جات نه ورپسې راروان وُو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 15:18
16 Iomraidhean Croise  

کله چې بادشاه او د هغۀ ټول سړى د ښار نه تلل، نو هغوئ د لږ مزل نه پس په آخرى کور کښې ايسار شول.


بيا يې هغوئ په درېو ډلو کښې ولېږل، چې د هرې يوې قبيلې خپل مشر وو، يوآب او د يوآب ورور ابيشے او د جات اِتے وو. او بادشاه خپلو سړو ته وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تاسو سره ځم.“


يوآب د اِسرائيلو د لښکر مشر وو، د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو،


نو د يوآب سړى او محافظان د ابيشى سره د يروشلم نه روان شول چې په شيبا پسې لاړ شى.


نو هغۀ دا فېصله وکړه چې هغه به دا د ځان سره يروشلم ته نۀ وړى، نو هغه د لارې نه واوړېدو او صندوق يې د عوبيد ادوم کور ته يوړو، چې هغه د جات د ښار وو.


د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو او د داؤد زامن اِمامان وُو.


نو صدوق، ناتن او بناياه روان شول او د داؤد محافظان يې د ځان سره کړل. سليمان د داؤد بادشاه په قچره سور وو او د جيحون چينې پورې يې د هغۀ ملګرتيا وکړه.


د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو، او د داؤد زامنو د هغۀ په خِدمت کښې لوئې عُهدې لرلې.


نو داؤد او د هغۀ سړى چې تقريباً ټول شپږ سوه وُو د قعيلې نه سمدستى لاړل او د يو ځائ نه بل ځائ ته تلل. کله چې ساؤل خبر شو چې داؤد د قعيلې نه تښتېدلے دے، نو هغۀ خپله منصوبه پرېښوده.


داؤد خپلو سړو ته وفرمائيل، ”هر يو سړے خپلې تُورې وتړئ.“ هغۀ حُکم ورکړو او هغوئ ټولو تُورې وتړلې. داؤد په خپله هم تُوره وتړله او تقريباً د خپلو څلورو سوو سړو سره لاړو، چې دوه سوه سړى يې وروستو د سامان سره پرېښودل.


داؤد او د هغۀ سړى سره د خپلو کورَنو هلته په جات کښې دېره شول. د داؤد سره خپلې دوه ښځې وې، د يزرعيل اخينوعم او د نابال کونډه ابى‌جيل چې د کرمل وه.


کله چې ساؤل خبر شو چې داؤد جات ته تښتېدلے دے، نو ساؤل د هغۀ لټول پرېښودل.


نو درې ورځې پس داؤد او د هغۀ سړى صِقلاج ته راورسېدل او پته ورته ولګېده چې عماليقيانو د يهوداه جنوبى علاقه نيولې ده او په صِقلاج يې حمله کړې ده. هغوئ ښار سوزولے وو


مونږ د يهوداه په جنوبى حِصه کښې د چريتيانو علاقه او د کالب د قبيلې په علاقه باندې حمله کړې وه او صِقلاج مو سوزولے وو.“


نو داؤد او د هغۀ شپږ سوه سړى روان شول او چې هغوئ د بسور ولې ته ورسېدل، نو څۀ هلته پاتې شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan