دوېم سموئيل 15:10 - Pakistani Yousafzai Pashto10 خو هغۀ په پټه باندې د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”کله چې تاسو د بيګل آواز واورئ نو په چغو ووايئ چې ابىسلوم په حبرون کښې بادشاه جوړ شوے دے.“ Faic an caibideil |
کله چې داؤد په حبرون کښې وو، نو ډېر تکړه فوجيان د هغۀ په لښکر کښې ملګرى شول د دې دپاره چې د ساؤل په ځائ يې بادشاه جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه. د هغوئ شمېر داسې وو: يهوداه: شپږ زره او اتۀ سوه ښۀ وسله بند سړى، چې ډالونه او نېزې ورسره وې، شمعون: اووۀ زره او سل ښۀ تکړه سړى، ليوى: څلور زره او شپږ سوه سړى، د هارون اولاد، د يهويدع ډله: درې زره او اووۀ سوه سړى، په دې کښې يو بهادر جنګيالے زلمے صدوق هم شامل وو، سره د هغۀ د دوويشتو خپلوانو چې ټول آفسران وُو، بنيامين چې د ساؤل خپله قبيله وه: درې زره سړى (د بنيامين زيات خلق د ساؤل وفادار پاتې شوى وُو)، اِفرائيم: شل زره او اتۀ سوه تکړه سړى چې په خپلو ډلو کښې مشهور وُو، نمر پرېواتۀ طرف ته منسى: اتلس زره سړى چې د داؤد د بادشاه جوړولو دپاره خوښ کړے شول، يساکار: دوه سوه سړى، سره د هغه سړو چې د هغوئ د مشرۍ لاندې وُو (دا مشران په حالاتو او واقعاتو باندې پوهېدل او هغوئ ته پته وه چې بنى اِسرائيلو له څۀ کول په کار دى)، زبولون: پنځوس زره وفادار او داسې اعتبارى سړى چې د جنګ دپاره تيار وُو، چې د هر قِسم وسلې په استعمالېدو باندې پوهېدل، نفتالى: يو زر مشران، سره د اوو دېرشو زرو سړو چې په ډالونو او نېزو باندې وسله بند وُو، دان: اتۀويشت زره او شپږ سوه تکړه سړى، آشر: څلوېښت زره سړى چې د جنګ دپاره تيار وُو، د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته قبيلې، روبين، جاد او نمرخاتۀ طرف ته منسى: يو سل او شل زره سړى چې د هر قِسم وسلې په استعمالېدو باندې پوهېدل.