5 هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تا ته څۀ تکليف دے؟“ هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ يوه غريبه کونډه يم، خاوند مې مړ دے.
چې کله خُدائ پاک د هلک ژړا واورېده، نو د خُدائ پاک فرښتې د آسمان نه هاجِرې ته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل، ”هاجِرې، تۀ ولې پرېشانه يې؟ يرېږه مه. خُدائ پاک ستا د زوئ ژړا اورېدلې ده.
تامار کور ته لاړه، څادر يې لرې کړو او د کونډتوب جامې يې بيا واغوستلې.
ښځه بادشاه له ورغله، د عزت نه ورته په زمکه ټيټه شوه او ورته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، زما مدد وکړه.“
بادشاه سلامت، زما دوه زامن وُو او يوه ورځ په پټو کښې په خپلو کښې په جګړه شول، هلته هيڅ څوک هم نۀ وُو چې هغوئ يې خلاص کړى وے، نو يو هغه بل ووژلو.