Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 14:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 ښځه بادشاه له ورغله، د عزت نه ورته په زمکه ټيټه شوه او ورته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، زما مدد وکړه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 14:4
9 Iomraidhean Croise  

په درېمه ورځ د ساؤل د کېمپ نه يو زلمے راورسېدو. د دې دپاره چې خپل غم څرګند کړى، هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر يې خاورې اچولې وې. کله چې هغه داؤد له راغلو نو د عزت نه ټيټ شو او پړمخې په زمکه پرېوتو.


يوآب د عزت نه د داؤد په مخکښې پړمخې پرېوتلو او وې وئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى. اوس ما ته پته ولګېده چې تۀ زما نه خوشحاله يې، ځکه چې تا زما عرض منلے دے.“


هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تا ته څۀ تکليف دے؟“ هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ يوه غريبه کونډه يم، خاوند مې مړ دے.


اخيمعض بادشاه ته آواز وکړو، د هغۀ په مخکښې زمکې ته ټيټ شو او وې وئيل، ”د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، بادشاه سلامت. هغۀ تا له په هغه سړو باندې فتح درکړې ده چا چې ستا خِلاف بغاوت کړے وو.“


کله چې هلک لاړو، نو داؤد د ګټ د شا نه راپاڅېدو، هغه پړمخې په زمکه پرېوتو او درې ځل ورته د عزت نه ټيټ شو. کله چې هغوئ يو بل ښکلول نو هغۀ او يونتن دواړو ژړل، د داؤد خفګان د يونتن نه هم زيات وو.


کله چې ابى‌جيل داؤد وليدو، نو هغه زر زر راکوزه شوه او خپل ځان يې په زمکه وغورزولو


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan