Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 14:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 ابى‌سلوم ورته ووئيل، ”دا ځکه چې کله ما تۀ راغوښتلې نو تۀ به نۀ راتلې. ما غوښتل چې بادشاه له لاړ شې او هغۀ ته زما دپاره ووائې چې زۀ د جسور نه دلته ولې راغلم؟ ښۀ به دا وے چې زۀ هلته ايسار وے.“ او ابى‌سلوم وئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ زما دپاره د بادشاه سره د مِلاوېدو بندوبست وکړې او کۀ زۀ په غلطه يم، نو هغه دې ما ووژنى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 14:32
15 Iomraidhean Croise  

آدم جواب ورکړو، ”کومه ښځه چې تا زما سره کړې ده هغې ما له هغه مېوه راکړه، نو ما وخوړه.“


ابى‌سلوم وتښتېدو او د جسور بادشاه د عميهود زوئ تلمى له لاړو او هلته درې کاله پاتې شو. داؤد په خپل زوئ امنون پسې تر ډېره وخته غمژن وو،


يوآب د ابى‌سلوم کور ته لاړو او ورته يې ووئيل، ”ستا نوکرانو زما پټى باندې اور ولې بل کړے دے؟“


د هغۀ دوېم زوئ کِلياب وو، د هغۀ مور ابى‌جيل د کرمل د نابال کونډه وه، درېم زوئ يې ابى‌سلوم وو، د هغۀ مور معکه د جسور بادشاه تلمى لور وه،


هغوئ په خپل نظر کښې ځان دوکه کوى، هغوئ ته پته نۀ لګى چې په خپله څومره بدکاره دى.


مونږ تا ته مخکښې په مِصر کښې نۀ وُو وئيلى چې داسې به کيږى؟ مونږ تا ته وئيلى وُو چې مونږ پرېږده چې د مِصريانو غلامى کوُو. چې په دې صحرا کښې د مړۀ کېدو نه به ښۀ وى چې مونږ د مِصريانو غلامى کولے.“


او بنى اِسرائيلو هغوئ ته ووئيل، ”کاش چې مونږ مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې وژلى وے. هلته د غوښې لوښو ته کښېناستے خو شُو کنه چې مونږ په مړه خېټه روټۍ خوړلے. تاسو مونږ دلته دې بيابان ته د دې دپاره راوستلى يُو چې دا ټول خلق د لوږې نه ووژنئ.“


خو خلق ډېر تږى وُو او موسىٰ ته وغورېدل. دوئ ووئيل، ”تا مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو؟ د دې دپاره چې مونږ، زمونږ بچى او زمونږ څاروى د تندې نه ووژنې؟“


هر هغه څوک چې په خپله ګناه باندې پرده اچوى نو دے به کامياب نۀ شى، خو هر هغه څوک چې د ګناه اعتراف وکړى او هغه بس کړى نو په هغۀ به رحم وشى.


آيا هغوئ په خپل دې پليت عمل شرمېدل څۀ؟ نه، هغوئ بلکل شرم نۀ لرلو، هغوئ په دې هم نۀ پوهيږى چې شرم څۀ ته وائى. دوئ به د تباه شوو په مينځ کښې حساب شى. زۀ به دوئ هم ختم کړم کله چې زۀ هغوئ له سزا ورکوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.


او هغوئ به هم په جواب کښې ووائى، مالِکه، دا کله مونږ تۀ په لوږه، تنده، مسافر، بربنډ، ناروغه يا په جيل کښې ليدلے يې او ستاسو خِدمت مو نۀ دے کړے؟


اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.


سموئيل ساؤل له لاړو، ساؤل ورته په خېر راغلے ووئيل او ورته يې ووئيل، ”سموئيله، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى. ما د مالِک خُدائ حُکم منلے دے.“


مِهربانى وکړه او دا نېکى ما سره وکړه او چې تا د مالِک خُدائ په نوم ما سره کوم تړون کړے دے نو هغه پوره کړه. خو کۀ زۀ ګناهګار يم، نو ما په خپله ووژنه. ما ستا پلار له ولې بوځې چې ومې وژنى؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan