Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 14:31 - Pakistani Yousafzai Pashto

31 يوآب د ابى‌سلوم کور ته لاړو او ورته يې ووئيل، ”ستا نوکرانو زما پټى باندې اور ولې بل کړے دے؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 14:31
2 Iomraidhean Croise  

نو ابى‌سلوم خپلو نوکرانو ته ووئيل، ”ګورئ، د يوآب پټے زما سره نزدې دے او اوربشې په کښې شوې دى. لاړ شئ او اور پرې ولګوئ.“ نو هغوئ لاړل او په پټى يې اور بل کړو.


ابى‌سلوم ورته ووئيل، ”دا ځکه چې کله ما تۀ راغوښتلې نو تۀ به نۀ راتلې. ما غوښتل چې بادشاه له لاړ شې او هغۀ ته زما دپاره ووائې چې زۀ د جسور نه دلته ولې راغلم؟ ښۀ به دا وے چې زۀ هلته ايسار وے.“ او ابى‌سلوم وئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ زما دپاره د بادشاه سره د مِلاوېدو بندوبست وکړې او کۀ زۀ په غلطه يم، نو هغه دې ما ووژنى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan