30 نو ابىسلوم خپلو نوکرانو ته ووئيل، ”ګورئ، د يوآب پټے زما سره نزدې دے او اوربشې په کښې شوې دى. لاړ شئ او اور پرې ولګوئ.“ نو هغوئ لاړل او په پټى يې اور بل کړو.
بيا هغۀ يوآب راوغوښتو چې ورته ووائى چې د هغۀ دپاره بادشاه له لاړ شى، خو يوآب به نۀ راتلو. ابىسلوم هغه بيا راوغوښتو او يوآب بيا د راتلو نه اِنکار وکړو.
يوآب د ابىسلوم کور ته لاړو او ورته يې ووئيل، ”ستا نوکرانو زما پټى باندې اور ولې بل کړے دے؟“
يوآب ووئيل، ”زۀ تا سره نور وخت نۀ ضائع کوم.“ هغۀ درې نېزې واخستلې او د ابىسلوم په سينه کښې يې ننويستلې چې هغه لا ژوندے وو او د څېړۍ په ونه کښې ځوړند وو،
او ياهُو هغوئ ته ووئيل، ”هغه لاندې راوغورزوئ.“ نو هغوئ هغه لاندې راوغورزوله او آسونو د هغې لاش د پښو لاندې کړو او د هغې په وينو باندې دېوال او آسونه لت پت شول.
سمسون وفرمائيل، ”دا ځل چې زۀ د فلستيانو سره څۀ کوم نو د هغې اِلزام دې په ما نۀ شى لګولے.“