27 د ابىسلوم درې زامن او يوه يې لور تامار وه چې هغه ډېره ښائسته جينۍ وه.
يوه ورځ په ماښامى کښې داؤد د کټ نه پاڅېدو او د محل چت ته وختو. کله چې هغه هلته ګرځېدلو نو هغۀ يوه ښځه وليده چې لامبل يې. هغه ډېره ښائسته وه.
د داؤد د زوئ ابىسلوم يوه ښائسته ناوادۀ شوې خور وه چې نوم يې تامار وو. د داؤد يو بل زوئ امنون په هغې باندې مئين شو.
ابىسلوم په خپل ژوند کښې د خپل ځان دپاره په شاهى وادۍ کښې يو يادګار جوړ کړے وو، ځکه چې د هغۀ زامن نۀ وُو چې د هغۀ نوم ژوندے پاتې شى. نو په دې باندې يې خپل نوم کېښودو او تر نن ورځې پورې دا د ابىسلوم په يادګار مشهور دے.
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ پخپله د بابل خلاف راوچت شوے يم. زۀ به د دوئ اولاد تباه او برباد کړم. ما، مالِک خُدائ دا وئيلى دى.
مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”دا کس په بېاولادو کښې حساب کړه، دا کس به په خپل ټول ژوند کښې نۀ خوشحاله او نۀ آباد شى. د هغۀ د اولاد نه به څوک هم آباد نۀ شى، او يو به هم نۀ د داؤد په تخت کښېنى، او نۀ به په يهوداه کښې حکومت وکړى.“