Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 14:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 د هغۀ وېښتۀ ګڼ وُو او هغۀ به دا په کال کښې يو ځل واړۀ کول، کله به چې دا اوږدۀ او درانۀ شول. دا د بادشاه د وزن د معيار په مطابق دوه کلو درانۀ وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 14:26
7 Iomraidhean Croise  

اِبراهيم د عِفرون دا خبره منظوره کړه او هغه سپين زر يې عِفرون ته وتلل چې د کومو په حقله يې چې د حِتيانو په مخکښې فرمائيلى وُو، د هغه وخت د سوداګرو د وزن مطابق، څلور سوه د سپينو زرو سيکې.


ابى‌سلوم ناڅاپه د داؤد يو څو سړو سره مِلاو شو. ابى‌سلوم په يو قچر باندې سور وو او قچر د څېړۍ يوې لوئې ونې لاندې ننوتلو، نو د ابى‌سلوم سر په څانګو کښې ونښتو. قچر منډه کړه او ابى‌سلوم په هوا کښې ترې نه ځوړند پاتې شو.


د عطرو د خوشبو په ځائ به د هغوئ نه بدبوئ خېژى، د کمربند په ځائ به هغوئ د ځان نه پړى تاو کړى وى، د ښائسته زلفو لرلو په ځائ به هغوئ ګنجۍ شى، د قيمتى جامو په ځائ به هغوئ د ټاټ جامې اغوستې وى. د هغوئ حُسن به په شرم بدل شى.


هغوئ به خپل سرونه نۀ کلوى او نۀ به خپل وېښتۀ اوږدوى، خو هغوئ به د خپل سر وېښتۀ واړۀ ساتى.


صحيح تلې، صحيح وزنونه او صحيح ناپونه استعمالوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او ما تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ.


ولې فطرت تاسو ته دا نۀ ښائى چې کۀ د سړى اوږدۀ وېښتۀ وى نو دا د هغۀ بې‌عزتى ده؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan