24 خو بادشاه حُکم وکړو چې ابىسلوم دې په محل کښې نۀ اوسيږى. بادشاه وفرمائيل، ”زۀ د هغۀ ليدل نۀ غواړم.“ نو ابىسلوم په خپل کور کښې اوسېدو او د بادشاه مخې له به نۀ راتلو.
يهوداه هغۀ ته ووئيل، ”هغه سړى مونږ ته په ټينګه خبردارے راکړے دے چې مونږ د ځان سره خپل ورور نۀ وى راوستلے نو مونږ د هغۀ په دربار کښې نۀ شُو حاضرېدلے.
کله چې خپل ورور ابىسلوم هغه وليده نو تپوس يې ترې نه وکړو، ”امنون تا سره داسې غلط کار کړے دے څۀ؟ زما خورې، په دې باندې مۀ خفه کېږه. هغه ستا ناسکه ورور دے او د دې په حقله هيچا ته هم مۀ وايه.“ نو تامار د ابىسلوم په کور کښې يواځې او خفه اوسېده.
ابىسلوم په يروشلم کښې دوه کاله اوسېدو او د بادشاه په مخکښې نۀ حاضرېدو.
داؤد ورته وفرمائيل، ”ټيک ده. زۀ به تا سره په يو شرط باندې تړون وکړم. کله چې تۀ ما سره مِلاوېدو له راځې نو تۀ به ما له خامخا د ساؤل لور ميکل راولې.“
هغۀ موسىٰ ته ووئيل، ”د مخې نه مې ورک شه. نور چې زما وړاندې رانۀ شې. په کومه ورځ چې زما مخې ته راغلې نو مړ به شې.“
هغوئ به د هغۀ مخ وينى او د هغۀ نوم به د هغوئ په تندو ليکلے وى.