23 بيا يوآب پاڅېدو او جسور ته لاړو او ابىسلوم يې واپس يروشلم ته راوستو.
يوآب د عزت نه د داؤد په مخکښې پړمخې پرېوتلو او وې وئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى. اوس ما ته پته ولګېده چې تۀ زما نه خوشحاله يې، ځکه چې تا زما عرض منلے دے.“
د هغۀ دوېم زوئ کِلياب وو، د هغۀ مور ابىجيل د کرمل د نابال کونډه وه، درېم زوئ يې ابىسلوم وو، د هغۀ مور معکه د جسور بادشاه تلمى لور وه،
د منسى قبيلې يائير د ارجوب ټوله علاقه ونيوله، کوم چې بسن دے او داسې د جسور او معکه د سرحد پورې. هغۀ په دې کلو باندې خپل نوم کېښودو او دا تر اوسه پورې د يائير کلى په نوم ياديږى.