22 يوآب د عزت نه د داؤد په مخکښې پړمخې پرېوتلو او وې وئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى. اوس ما ته پته ولګېده چې تۀ زما نه خوشحاله يې، ځکه چې تا زما عرض منلے دے.“
بيا يوسف خپل پلار يعقوب راوستلو او د فِرعون سره يې مِلاو کړو. يعقوب فِرعون ته د برکت دپاره دُعا وکړه،
خو مالِک خُدائ د نوح نه رضا وو.
وروستو بادشاه يوآب ته وفرمائيل، ”تۀ چې څۀ غواړې نو ما د هغې د کولو فېصله کړې ده. لاړ شه او هغه زلمے ابىسلوم ولټوه او واپس يې دلته راوله.“
بيا يوآب پاڅېدو او جسور ته لاړو او ابىسلوم يې واپس يروشلم ته راوستو.
ښځه بادشاه له ورغله، د عزت نه ورته په زمکه ټيټه شوه او ورته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، زما مدد وکړه.“
بيا داؤد او د هغۀ ټول سړى د اُردن سيند نه پورې وتل. هغۀ برزلى ښُکل کړو او د هغۀ دپاره يې خپل برکت وغوښتلو او برزلى واپس کور ته لاړو.
خلقو د هغه ټولو خلقو دپاره برکت وغوښتو چې کوم په رضاکارانه توګه په يروشلم کښې اوسېدل.
هر چا به چې زما په حقله اورېدل نو هغوئ به زما صِفت کولو. چې هر چا به زۀ ليدلم نو هغوئ به زما ښۀ وئيل.
نو ما ورله د کپړو دپاره د خپلو ګډو وړئ ورکړې ده چې ځان په کښې ګرم کړى، او هغوئ زما شکريه ادا کړې ده.
د هغې بچى چې راپاڅى نو دې ته برکت ورکوى او خاوند يې هم صِفت کوى،
يوه ورځ روت نعومى ته ووئيل، ”ما پرېږده چې پټو ته لاړه شم چې د لَوګرو نه پاتې شوى وَږى راټول کړم. زما يقين دے چې څوک به مې د ځان سره پرېږدى.“ نعومى ورته ووئيل، ”ځه لورې، لاړه شه.“
خو داؤد ورته وفرمائيل، ”ستا پلار ته پته ده چې زۀ ستا څومره خوښ يم او هغۀ دا فېصله کړې ده چې هغه څۀ کول غواړى نو د هغې نه به دې نۀ خبروى، ځکه چې تۀ به سخت خفه شې. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ تا ته قسم کوم چې زۀ مرګِ حال يم.“