21 وروستو بادشاه يوآب ته وفرمائيل، ”تۀ چې څۀ غواړې نو ما د هغې د کولو فېصله کړې ده. لاړ شه او هغه زلمے ابىسلوم ولټوه او واپس يې دلته راوله.“
هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړه چې تۀ به هيڅ څوک نۀ پرېږدې چې زما د زوئ نه د مرګ بدل واخلى، زۀ نۀ غواړم چې نوره وينه توئ شى.“ نو داؤد ورته وئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم چې ستا د زوئ يو وېښتۀ به هم نۀ ضائع کيږى.“
يوآب د عزت نه د داؤد په مخکښې پړمخې پرېوتلو او وې وئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى. اوس ما ته پته ولګېده چې تۀ زما نه خوشحاله يې، ځکه چې تا زما عرض منلے دے.“
بادشاه ډېر زيات غمژن شو خو د خپلو قسمونو او د مېلمنو په وجه يې دا نۀ غوښتل چې د هغې د خواست نه اِنکار وکړى.
زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم، څوک چې بنى اِسرائيلو له فتح ورکوى، چې ګناه ګار به ووژلے شى، کۀ هغه زما زوئ يونتن هم وى.“ خو هيچا هيڅ هم ونۀ وئيل.