Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 14:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 خو هغۀ دا د دې دپاره وکړل چې ستا اراده بدله شى. بادشاه سلامت، تۀ د خُدائ پاک د فرښتې په شان هوښيار يې او چې څۀ کيږى په هغې باندې پوهېږې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 14:20
12 Iomraidhean Croise  

خُدائ پاک دا ځکه فرمائيلى دى، چې هغۀ ته پته ده کۀ تاسو د دې مېوه وخوړه نو ستاسو سترګې به وغړيږى، د خُدائ پاک په شان به شئ او په ښۀ او بد به پوهه شئ.“


ما د خپل ځان سره ووئيل چې بادشاه سلامت، ستا خبرې دې ما له تسلى راکړى، ځکه چې بادشاه د خُدائ پاک د فرښتې په شان وى او ښۀ د بد نه جدا کوى. مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې مل شه.“


خو کۀ ما د بادشاه نافرمانى کړے وے او ابى‌سلوم مې وژلے وے، نو بادشاه به د دې نه خبر شوے وے، هغه د هر څۀ نه خبريږى او تا به زۀ نۀ وے بچ کړے.“


بادشاه سلامت، هغۀ زما په حقله تا ته دروغ وئيلى دى، خو تۀ د خُدائ پاک د فرښتې په شان يې او چې تا ته څۀ ټيک ښکارى نو هغه وکړه.


بادشاه سلامت، زما د پلار مکمل خاندان د دې حقداره ده چې ووژلے شى، خو تا زۀ د دې حقدار کړم چې ستا د دسترخوان روټۍ وخورم. بادشاه سلامت، زۀ هيڅ حق نۀ لرم چې تا ته د رحم فرياد وکړم.“


داؤد يو ځل بيا د مالِک خُدائ سره مشوره وکړه او هغۀ ورته وفرمائيل، ”په هغوئ د دې ځائ نه حمله مۀ کوه، خو د بل طرف نه ورباندې راتاو شه او حمله پرې وکړه، چرته چې د تُوت ونې دى.


د بل چا په حقله دروغ وئيل د هغۀ نه نفرت کول دى، او د خوشامندۍ خبرې تباهى راولى.


څوک چې د خپل ګاونډى خوشامندى کوى، نو دے د هغۀ د پښو دپاره دام خوروى.


اکيس ورته ووئيل، ”زۀ دا منم، زۀ تا د خُدائ پاک د فرښتې په شان وفادار ګڼم. خو هغه نورو بادشاهانو وئيلى دى چې تۀ زمونږ سره جنګ له نۀ شې تلے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan