Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 14:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 بادشاه جواب ورکړو، ”زۀ ستا نه يو تپوس کوم او تۀ به ما ته رښتيا رښتيا وائې.“ هغې جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، څۀ چې وئيل غواړې نو هغه ووايه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 14:18
5 Iomraidhean Croise  

ما د خپل ځان سره ووئيل چې بادشاه سلامت، ستا خبرې دې ما له تسلى راکړى، ځکه چې بادشاه د خُدائ پاک د فرښتې په شان وى او ښۀ د بد نه جدا کوى. مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې مل شه.“


هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”دا هر څۀ په تا باندې يوآب وکړل څۀ؟“ هغې ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ تا ته قسم خورم چې بله لاره نشته چې جواب درنۀ کړم. په حقيقت سره هغه ستا آفسر يوآب وو چې هغۀ ما ته ووئيل چې څۀ به کوم او څۀ به وايم.


يوه ورځ صدقياه بادشاه، يرمياه پسې کسان ورولېږل او هغه يې خپل ځان ته د مالِک خُدائ د کور درېمې دروازې ته راوستو. بادشاه ورته ووئيل چې، ”زۀ غواړم چې تا نه يو څو تپوسونه وکړم. نو د هيڅ قسمه حقيقت او رښتيا پټولو کوشش مۀ کوه.“


کۀ آفسرانو ته زما او ستا د ملاقات پته ولګى او راشى او ستا نه تپوس وکړى چې تاسو يو بل ته څۀ ووئيل نو مونږ ته سمه خبره وکړه او دروغ مۀ وايه ګنې مړ به دې کړُو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan