15 اوس بادشاه سلامت، زما تا سره د خبرو کولو دپاره د راتلو وجه دا ده چې خلقو زۀ يرولم، نو ما د خپل ځان سره ووئيل چې زۀ په دې اُميد تا سره خبره وکړم چې زۀ څۀ غواړم نو هغه به وکړې.
مونږ به ټول مرو، مونږ په زمکه د تويو شوو اوبو په شان يُو، چې هغه بيا نۀ شى راغونډېدلے. خو خُدائ پاک د چا هلاکېدل نۀ غواړى او هغه داسې منصوبې جوړوى چې يو شړلے کس واپس ځان ته راولى.
زما خيال دا وو چې تۀ به زما خبره واورې او د هغه کس نه به مې بچ کړې څوک چې زما او زما د زوئ د وژلو کوشش کوى او چې داسې مونږ د هغه مُلک نه لرې کړى چې خُدائ پاک خپلو خلقو له ورکړے دے.
کله چې افت ناڅاپه مرګ راولى، نو هغه د بېګناه په غم پورې ټوقې کوى.