14 مونږ به ټول مرو، مونږ په زمکه د تويو شوو اوبو په شان يُو، چې هغه بيا نۀ شى راغونډېدلے. خو خُدائ پاک د چا هلاکېدل نۀ غواړى او هغه داسې منصوبې جوړوى چې يو شړلے کس واپس ځان ته راولى.
داؤد پېغام وړُونکى ته وفرمائيل، ”د يوآب حوصله افزائى وکړه او ورته ووايه چې خفه نۀ شى، ځکه چې تا ته دا پته نۀ لګى چې څوک به په جنګ کښې مرى. هغۀ ته ووايه چې په ښار باندې يوه مضبوطه حمله وکړى او قبضه يې کړى.“
اوس بادشاه سلامت، زما تا سره د خبرو کولو دپاره د راتلو وجه دا ده چې خلقو زۀ يرولم، نو ما د خپل ځان سره ووئيل چې زۀ په دې اُميد تا سره خبره وکړم چې زۀ څۀ غواړم نو هغه به وکړې.
د سليمان د ګناه په وجه به زۀ د داؤد اولاد له سزا ورکوم، خو دا به د همېشه دپاره نۀ وى.“
چې انسان ختم شى، نو هغه بيا ژوندے کېدے شى څۀ؟ زۀ به زما د سخت محنت په دې ټولو ورځو کښې اِنتظار کوم تر هغې پورې چې زما تکليف ختم شى.
ما ته پته ده چې تۀ به ما مرګ له بوځې، هغه کور ته کوم چې د ټولو ژوندو دپاره تيار شوے دے.
ټول انسانان به ختم شى، او ټول بنى آدم به خاورو ته واپس کيږى.
څوک چې د حکمرانانو طرفدارى نۀ کوى، او د مالدارو خلقو طرفدارى د غريبانانو نه زياته نۀ کوى، ځکه چې ټول هغۀ پېدا کړى دى.
توئ شوے يم زۀ لکه اوبو په شان، هډوکى د جوړونو نه مې شوى دى بېځايه. زړۀ زما ويلى شو د موم په شان،
ټول زور مې خُشک شو د خاورين لوښى په شان، ژبه مې تالو پورې شوه چسپان، په خاورو کښې تا پرېښے يم د مړى په شان.
لکه په خُشکه زمکه کښې چې اوبۀ ورکيږى دغه شان دې دوئ ورک شى، او کله چې هغوئ ليندې راکاږى د دوئ غشى دې په خپله مات شى.
ولې د هغۀ نۀ ختمېدونکې مينه د تل دپاره ختمه شوه څۀ؟ ولې د هغۀ وعده د تل دپاره ناکاميابه شوه څۀ؟
هغوئ د دوئ وينه د يروشلم په کوڅو کښې لکه د اوبو توئ کړه، او داسې څوک نشته چې د دوئ مړى ښخ کړى.
زمونږ د ژوند موده اويا کاله وى، او کۀ مونږ طاقت ولرُو نو اتيا کاله به وى. خو دا ټول په خفګان او تکليفونو تېروو. او دا زر تېريږى او مونږ ترې نه فنا کيږُو.
تۀ بيا بنى آدم د خاورو سره خاورې کړې، ورته ووائې چې، ”اے فانى انسانه واپس خاورې شه.“
خو کۀ دا د خُدائ پاک نه راپېښه شوې وى او هغۀ دا قصداً نۀ وى وژلے، نو هغه به د پناه دپاره يو داسې ځائ ته وتښتى چې کوم درته زۀ ښايم او هلته به په پناه کښې وى.
يقيناً چې ژوندو ته خو دومره پته وى چې هغوئ به مرى. خو مړو ته هيڅ پته نۀ لګى. هغوئ ته نور اجر نۀ ملاويږى، او د هغوئ يادونه ختم شى.
ځکه مالِک به انسان د تل دپاره نۀ رد کوى.
مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى چې، ولې تاسو دا سوچ کوئ چې زۀ د شريرانو په هلاکت خوشحالېږم؟ بلکل نه، زۀ غواړم چې هغه د خپلو خرابو لارو نه واوړى او ژوندے پاتې شى.
خو ستاسو اولاد به د خپلو ګناهونو او د هغوئ د پلار نيکۀ د ګناهونو اِقرار وکړى، چې هغوئ زما سره بېوفائى کړې ده او زما خِلاف يې سرکشى کړې ده،
دا ځايونه به د بنى اِسرائيلو او د مسافرو دپاره د پناه ښارونه وى چې هغوئ د پردى مُلک وى يا په مستقله توګه اوسېدونکى وى. هر څوک چې په غلطۍ سره څوک ووژنى نو هغه به دې ښارونو ته تښتېدے شى.
جرګه به د مړى د خپلوان نه هغه کس بچ کوى چې په غلطۍ سره د قتل مجرم وى او هغوئ به هغه واپس د پناه ښار ته بوځى کوم ته چې تښتېدلے وى. هغه به هلته تر هغې پورې ايساريږى چې مشر اِمام مړ نۀ وى.
کوم کس چې په غلطۍ سره د قتل کولو مجرم وى هغه به خامخا د پناه په ښار کښې تر هغه وخته پورې پاتې کيږى چې تر کومې پورې مشر اِمام مړ نۀ وى، خو د هغې نه پس هغه واپس کور ته تلے شى.
هغوئ خپل ځينې مريدان د هيروديوس د طرفدارانو سره عيسىٰ له ورولېږل، هغوئ ورته ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ خبر يُو چې تۀ يو رښتينے سړے يې او د هيچا طرفدارى نۀ کوې، کۀ هغه هر څوک هم وى، خو تۀ د خُدائ پاک د لارې تعليم په رښتيا سره ورکوې.
نو پطروس داسې ووئيل چې، ”زۀ اوس په دې ښۀ پوهه شوم چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى.
ځکه چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د معبودانو خُدائ پاک او د مالِکانو مالِک خُدائ دے. هغه لوئ او طاقتور دے، د هغۀ نه يره په کار ده. هغه نۀ د چا طرفدارى کوى او نۀ رشوت اخلى.
او لکه چې څنګه د بنى آدم دپاره يو ځل مړ کېدل مقرر دى، او د هغې نه پس به عدالت ته وړاندې کيږى،
او دا خبره ياد ساتئ هغه آسمانى پلار چا نه چې تاسو دُعا غواړئ هغه د چا طرفدارى نۀ کوى. بلکې هغه به ستاسو اِنصاف کوى او ستاسو د عمل په مطابق به تاسو له اجر درکړى، نو بيا په دُنيا کښې خپل ژوند د هغۀ نه په يرې او لکه د مسافرو په شان تېروئ.