Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 14:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 يوآب ته پته ولګېده چې د داؤد بادشاه ابى‌سلوم ډېر زيات ياديږى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 14:1
8 Iomraidhean Croise  

خو کله چې داؤد د امنون د مرګ نه په آرام شو، نو د هغۀ زړۀ بيا دا غوښتل چې د ابى‌سلوم سره مِلاو شى.


نو هغۀ يوه هوښياره ښځه راوغوښتله چې په تقوع کښې اوسېده. کله چې هغه راورسېده، نو هغۀ ورته ووئيل، ”داسې ښکاره کړه چې تۀ په غم غمژنه يې، د غم جامې واغونده او تېل مۀ لګوه. داسې کار کوه لکه چې يوه ښځه د ډېر وخت نه په غم غمژنه وى.


بادشاه ډېر غمژن شو. د ښار په دروازه بره کوټې ته وختلو او ژړل يې او په چغو چغو يې ژړل، ”اے زما بچيه، زما زويه، ابى‌سلومه، ابى‌سلومه، زما زويه. کاش چې ستا په ځائ زۀ مړ وے، زما زويه. ابى‌سلومه، زما زويه.“


نو په هغه ورځ د داؤد د ټولو فوجيانو د فتحې خوشحالى په غم بدله شوه، ځکه چې هغوئ خبر شول چې بادشاه په خپل زوئ باندې غم کوى.


بادشاه خپل مخ پټ کړے وو او په چغو چغو يې ژړل، ”اے زما زويه، زما زويه ابى‌سلومه. ابى‌سلومه، زما زويه.“


د ضروياه درې زامن هلته وُو، يوآب، ابيشے او عساهيل. عساهيل د ځنګلى هوسۍ په شان تېزه منډه وهلے شوه،


د هغۀ دوه لوڼه ضروياه او ابى‌جيل هم وې. د يَسى د لور ضروياه درې زامن وُو: ابيشى، يوآب او عساهيل.


ډېر د دې په کوشش کښې وى چې حکمران ورسره ښۀ وى، خو دا د مالِک خُدائ د طرف نه ده چې انسان ته اِنصاف ملاويږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan