7 نو داؤد د تامار کور ته خبر ورولېږلو چې، ”د امنون کور ته لاړه شه او د هغۀ دپاره څۀ خوراک تيار کړه.“
نو امنون بهانه وکړه چې زۀ بيمار يم او په کټ کښې څملاستو. داؤد بادشاه مِلاوېدو له ورَغلو او امنون ورته ووئيل، ”مِهربانى وکړه تامار پرېږده چې راشى او زما په مخکښې دلته يو څو روټۍ تيارې کړى او بيا يې ما له په خپل لاس راکړى.“
هغه هلته لاړه او هغه يې وليدو چې ملاست وو. هغې يو څو پېړې واخستلې، جوړې يې کړې او د هغۀ په مخکښې يې هلته روټۍ پخې کړې.
داؤد د ځان دپاره د داؤد په ښار کښې کورونه جوړ کړل. هغۀ د خُدائ پاک د لوظ صندوق دپاره هم يو ځائ تيار کړو او د دې دپاره يې يوه خېمه ودروله.