Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 13:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 يوندب امنون ته ووئيل، ”تۀ د بادشاه زوئ يې، خو ورځ په ورځ تۀ نور هم زيات پرېشانه ښکارې، دا څۀ وجه ده؟“ هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ د خپل ناسکه ورور ابى‌سلوم په خور تامار باندې مئين يم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 13:4
11 Iomraidhean Croise  

خو د هغۀ يو چالاک دوست وو چې نوم يې يوندب وو. دا سړے د داؤد د ورور د سِمعه زوئ وو.


يوندب ورته ووئيل، ”د ځان نه بيمار جوړ کړه او په کټ کښې څمله. کله چې ستا پلار مِلاوېدو له درشى نو هغۀ ته ووايه چې مِهربانى وکړه زما خور تامار ته ووايه چې راشى او ما له څۀ خوراک راکړى. زۀ غواړم چې هغه دلته زما په مخکښې زما دپاره خوراک تيار کړى او بيا يې ما له په خپل لاس راکړى.“


د هغۀ ښځه ايزبل ورغله او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ ولې دومره خفه يې؟ او خوراک ولې نۀ کوې؟“


ايزبل ورته ووئيل، ”نو تۀ د اِسرائيل بادشاه يې کۀ نه؟“ د کټ نه پاڅه، ”خپل زړۀ خوشحال کړه او خوراک وکړه. زۀ به تا له د نبوت د انګورو باغ واخلم.“


د هغوئ مخونو نه د هغوئ ملامتيا څرګنده ده. هغوئ د سدوم د خلقو په شان په جار بار ګناه کړې ده. په هغوئ افسوس. هغوئ په خپله تباهى په ځان باندې راوستلې ده.


آيا هغوئ په خپل دې پليت عمل شرمېدل څۀ؟ نه، هغوئ بلکل شرم نۀ لرلو، هغوئ په دې هم نۀ پوهيږى چې شرم څۀ ته وائى. دوئ به د تباه شوو په مينځ کښې حساب شى. زۀ به دوئ هم ختم کړم کله چې زۀ هغوئ له سزا ورکوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.


د خپلې سکه يا ناسکه خور سره زنا مۀ کوئ، کۀ هغه ستاسو په کور کښې لويه شوې وى يا په بل ځائ کښې.


کۀ يو سړے د خپلې سکه يا ناسکه خور سره وادۀ وکړى او هغوئ د يو بل سپکاوے وکړى، نو دا يو د بې‌شرمۍ کار دے او هغوئ دې د خپلو خلقو نه وشړلے شى، هغۀ د خپلې خور سپکاوے کړے دے او هغوئ ته دې د خپلو بدو سزا مِلاو شى.


د هغوئ دواړه لاسونه په غلطو کارونو کښې تکړه دى، حکمرانان تحفې غواړى، قاضيان رشوت قبلوى، زورَور هغه حکم کوى چې څۀ يې خوښ وى. دوئ ټول يو ځائ سازشونه کوى.


اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ. ځکه چې ستاسو د پلار دا خوښه ده چې تاسو له بادشاهى درکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan