39 خو کله چې داؤد د امنون د مرګ نه په آرام شو، نو د هغۀ زړۀ بيا دا غوښتل چې د ابىسلوم سره مِلاو شى.
بيا اِسحاق رِبقه خپلې هغه خېمې ته راوستله چې د هغۀ مور ساره په کښې اوسېدلې وه او هغه يې ښځه شوه. اِسحاق د رِبقه سره مينه کوله، نو هغۀ ته د خپلې مور د مرګ نه پس آرام مِلاو شو.
ما ته پته وه چې تۀ ځې ځکه چې تۀ واپس کور له تلو ته ډېر بېصبره وې، خو زما د کور هغه بُتان دې ولې پټ کړل؟“
ټول زامن او لوڼه تسلۍ ورکولو له ورله راغلل، خو په هغۀ دې تسلۍ اثر ونۀ کړو او وې فرمائيل، ”زۀ به د خپل زوئ په غم کښې تر مرګه پورې ژاړم.“ نو هغه د خپل زوئ يوسف په غم کښې غمژن وو.
څۀ وخت وروستو د يهوداه ښځه مړه شوه. چې کله په هغۀ د غم ورځې تېرې شوې، هغه او د هغۀ ملګرى د عدولام حيره، تمنت ته لاړل، چرته چې د هغۀ د ګډو وړۍ کلېدلې.
يوآب ته پته ولګېده چې د داؤد بادشاه ابىسلوم ډېر زيات ياديږى،
زما ځان په غوښتو غوښتو ستړے شوے دے هر وخت ستا د قانون غوښتو دپاره.
روح مې ليواله دے تر دې چې ناتوانه دے، د دې دپاره چې زۀ د مالِک خُدائ دربار ته ننوځم. زما زړۀ او زما ځان په چغه د ژوندى خُدائ ثناء صِفت کوى.
ستاسو زامن او لوڼه به نورو قومونو له غلامان ورکړے شى تاسو به همېشه هغوئ ته سترګې په لار يئ خو هيڅ به هم نۀ شئ کولے.
هغه ستاسو د ټولو د ليدلو خواهشمند دے او پرېشانه دے ځکه چې تاسو د هغۀ د بيمارۍ په حقله اورېدلى وُو.