Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 13:37 - Pakistani Yousafzai Pashto

37-38 ابى‌سلوم وتښتېدو او د جسور بادشاه د عميهود زوئ تلمى له لاړو او هلته درې کاله پاتې شو. داؤد په خپل زوئ امنون پسې تر ډېره وخته غمژن وو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 13:37
8 Iomraidhean Croise  

په دې دوران کښې ابى‌سلوم تښتېدلے وو. نو بيا پهره دار ډېر خلق وليدل چې د حورونايم په لاره د غرۀ نه راکوزېدل. هغه بادشاه له لاړو او چې څۀ يې ليدلى وُو د هغې نه يې خبر کړو.


چې څنګه هغۀ دا خبره ختمه کړه، نو د داؤد زامن راننوتل، هغوئ په ژړا شروع وکړه او داؤد او د هغۀ آفسرانو هم په چغو چغو وژړل.


هغې ورته ووئيل، ”تا د خُدائ پاک د خلقو سره دومره بد ولې کړى دى؟ تۀ خپل زوئ له اجازت نۀ ورکوې چې د جلاوطنۍ نه راواپس شى، اوس اوس چې تا څۀ ووئيل نو تا په خپله خپل ځان مجرم کړے دے.


بيا يوآب پاڅېدو او جسور ته لاړو او ابى‌سلوم يې واپس يروشلم ته راوستو.


ابى‌سلوم ورته ووئيل، ”دا ځکه چې کله ما تۀ راغوښتلې نو تۀ به نۀ راتلې. ما غوښتل چې بادشاه له لاړ شې او هغۀ ته زما دپاره ووائې چې زۀ د جسور نه دلته ولې راغلم؟ ښۀ به دا وے چې زۀ هلته ايسار وے.“ او ابى‌سلوم وئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ زما دپاره د بادشاه سره د مِلاوېدو بندوبست وکړې او کۀ زۀ په غلطه يم، نو هغه دې ما ووژنى.“


کله چې زۀ په شام کښې په جسور کښې اوسېدم، نو ما د مالِک خُدائ سره لوظ وکړو چې کۀ هغه ما واپس يروشلم ته بوځى، نو زۀ به په حبرون کښې د هغۀ عبادت وکړم.“


د هغۀ دوېم زوئ کِلياب وو، د هغۀ مور ابى‌جيل د کرمل د نابال کونډه وه، درېم زوئ يې ابى‌سلوم وو، د هغۀ مور معکه د جسور بادشاه تلمى لور وه،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan