36 چې څنګه هغۀ دا خبره ختمه کړه، نو د داؤد زامن راننوتل، هغوئ په ژړا شروع وکړه او داؤد او د هغۀ آفسرانو هم په چغو چغو وژړل.
نو خپلو آفسرانو داؤد ته ووئيل، ”مونږ په دې پوهه نۀ شُو، کله چې ماشوم ژوندے وو، نو تا به په هغۀ پسې ژړل او خوراک به دې نۀ کولو، خو چې څنګه هغه ماشوم مړ شو، نو تۀ پاڅېدې او خوراک دې شروع کړو.“
بيا امنون د هغې نه ډېر زيات نفرت شروع کړو، هغۀ د هغې سره د هغې نه هم زيات نفرت کولو چې څومره يې مخکښې مينه ورسره کوله. هغۀ ورته ووئيل، ”پاڅه او ورکه شه.“
يوندب داؤد ته ووئيل، ”وګورئ، هغه دى ستا زامن راروان دى څنګه چې ما درته وئيلى وُو چې هغوئ به راشى.“
ابىسلوم وتښتېدو او د جسور بادشاه د عميهود زوئ تلمى له لاړو او هلته درې کاله پاتې شو. داؤد په خپل زوئ امنون پسې تر ډېره وخته غمژن وو،
بادشاه ډېر غمژن شو. د ښار په دروازه بره کوټې ته وختلو او ژړل يې او په چغو چغو يې ژړل، ”اے زما بچيه، زما زويه، ابىسلومه، ابىسلومه، زما زويه. کاش چې ستا په ځائ زۀ مړ وے، زما زويه. ابىسلومه، زما زويه.“