31 بادشاه پاڅېدو، د غم نه يې خپلې جامې وشلولې او خپل ځان يې په زمکه وغورزولو. کوم نوکران چې د هغۀ سره هلته وُو نو هغوئ هم خپلې جامې وشلولې.
چې کله روبين واپس کوهى ته راغلو او وې ليدل چې يوسف هلته نۀ وو، نو هغۀ د خفګان په وجه خپلې جامې وشلولې.
يعقوب د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او د ټاټ جامې يې واغوستلې. د زوئ په غم کښې هغه ډېرې ورځې غمژن وو.
داؤد د غم نه خپلې جامې وشلولې او د هغۀ ټولو سړو هم دغه شان وکړل.
داؤد خُدائ پاک ته د دې دپاره سوال وکړو چې ماشوم ښۀ شى. هغۀ روژه ونيوله او هره شپه به د هغۀ کوټې ته تلو او ټوله شپه به يې په زمکه تېروله.
څۀ وخت چې هغوئ خپل کور ته راروان وُو، نو داؤد ته داسې ووئيلے شول، ”ابىسلوم ستا ټول زامن وژلى دى، يو هم پاتې نۀ دے.“
بيا داؤد يوآب او د هغۀ سړو له حُکم ورکړو چې خپلې جامې وشلوئ، د ټاټ جامې واغوندئ او په ابنير ماتم وکړئ. او د جنازې سره داؤد بادشاه په خپله د تابوت نه وروستو روان وو.
نو بيا ايُوب پاڅېدو، خپله چُوغه يې وشلوله، خپل سر يې کل کړو او په زمکه باندې يې سجده ولګوله.
يشوَع او د بنى اِسرائيلو مشرانو د غمه جامې وشلولې او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې يې ځانونه په زمکه باندې پړمخې راوغورزول او تر ماښامه پورې هلته پراتۀ وُو، د هغوئ په سرونو کښې خاورې وې چې د هغوئ خفګان ترې نه څرګندېدو.