30 څۀ وخت چې هغوئ خپل کور ته راروان وُو، نو داؤد ته داسې ووئيلے شول، ”ابىسلوم ستا ټول زامن وژلى دى، يو هم پاتې نۀ دے.“
نو نوکرانو د ابىسلوم په خبره عمل وکړو او امنون يې ووژلو. د داؤد باقى نور ټول زامن په خپلو قچرو باندې سوارۀ شول او وتښتېدل.
بادشاه پاڅېدو، د غم نه يې خپلې جامې وشلولې او خپل ځان يې په زمکه وغورزولو. کوم نوکران چې د هغۀ سره هلته وُو نو هغوئ هم خپلې جامې وشلولې.
کله يې چې هغه وليده، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او وې وئيل، ”اے زما لورې، زۀ خو به تباه او برباد شم. ما چې د مالِک خُدائ سره کوم لوظ کړے دے، زۀ خو هغه نۀ شم ماتولے.“