3 خو د هغۀ يو چالاک دوست وو چې نوم يې يوندب وو. دا سړے د داؤد د ورور د سِمعه زوئ وو.
مالِک خُدائ، خُدائ پاک چې څومره ځناور پېدا کړى وُو مار په کښې د ټولو نه چالاک وو. مار د ښځې نه تپوس وکړو، ”دا رښتيا دى څۀ چې تاسو ته خُدائ پاک فرمائيلى دى چې د باغ د هرې يوې ونې مېوه مۀ خورئ؟“
هم هغه وخت يهوداه خپل وروڼه پرېښودل، لاړو او د حيره نومې يو سړى سره اوسېدو، چې هغه د عدولام د ښار وو.
وروستو يهوداه خپل ملګرے حيره عدلامى د چېلۍ سره ورولېږلو چې د ضمانت څيزونه د هغه ښځې نه واپس راوړى، خو حيره هغه ونۀ مونده.
هغۀ ورسره دومره مينه کوله چې هغې پسې بيمار شو، هغې د سړو سره تعلق نۀ ساتلو او د هغۀ خيال نۀ راتلو چې دا پېغله به د هغۀ شى.
خو د داؤد د ورور سِمعه زوئ يوندب ووئيل، ”بادشاه سلامت، دا خيال مۀ کوه چې هغوئ ستا ټول زامن وژلى دى. صِرف امنون مړ دے. په کومه ورځ چې امنون د تامار سره په زور زنا وکړه نو ابىسلوم د هغۀ د وژلو فېصله کړې وه.
يوندب امنون ته ووئيل، ”تۀ د بادشاه زوئ يې، خو ورځ په ورځ تۀ نور هم زيات پرېشانه ښکارې، دا څۀ وجه ده؟“ هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ د خپل ناسکه ورور ابىسلوم په خور تامار باندې مئين يم.“
نو هغۀ يوه هوښياره ښځه راوغوښتله چې په تقوع کښې اوسېده. کله چې هغه راورسېده، نو هغۀ ورته ووئيل، ”داسې ښکاره کړه چې تۀ په غم غمژنه يې، د غم جامې واغونده او تېل مۀ لګوه. داسې کار کوه لکه چې يوه ښځه د ډېر وخت نه په غم غمژنه وى.
هغۀ په اِسرائيليانو پورې خندا وکړه او د داؤد ورور د سِمعه زوئ، يونتن هغه ووژلو.
د يَسى اووۀ زامن وُو، د عُمر په ترتيب باندې هغوئ داسې وُو: اِلياب، ابينداب، سِمعه،
د داؤد بادشاه ترۀ يونتن يو تکړه مشير او عالِم وو. هغه او د حکمونى زوئ يحىايل د بادشاه د زامنو د تعليم ذمه وار وُو.
خو همان خپل ځان قابو کړو او کور ته لاړو. بيا هغۀ خپلو دوستانو له دعوت ورکړو چې کور ته يې راشى او خپلې ښځې زرش ته يې ووئيل چې د هغوئ سره شريکه شى.
نو د هغۀ ښځې او خپلو ټولو دوستانو هغۀ له مشوره ورکړه، ”تۀ يو پينځويشت ګزه لوَړ دار ولې نۀ جوړوې؟ سبا سحر تۀ بادشاه ته ووايه چې مردکى په هغې باندې راځوړند کړى، نو بيا به تۀ ښۀ په خوشحالۍ سره مېلمستيا له لاړ شې.“ نو په همان دا خبره ښۀ ولګېده، او هغۀ هم هغه شان دار جوړ کړو.
هغۀ خپلې ښځې او ټولو دوستانو ته هغه هر څۀ ووئيل چې څۀ شوى وُو. بيا هغې او د هغۀ هوښيارو ملګرو هغۀ ته ووئيل، ”په مردکى باندې ستا هيڅ زور نۀ رسى. هغه يو يهودى دے او ځکه تۀ په هغۀ باندې برے نۀ شې موندلے. هغه به خامخا تا له شکست درکړى.“
ډېر خلق د حاکِم خوشامندى کوى، او هر څوک د هغه چا دوست وى څوک چې تُحفې ورکوى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خلق کم عقل دى، هغوئ ما نۀ پېژنى. هغوئ لکه د ناپوهه ماشومانو په شان عقل نۀ لرى. په ورانى کښې ډېر پوهه دى خو په نېکۍ کولو نۀ پوهيږى.“
ځکه چې د دې دُنيا حِکمت د خُدائ پاک په نزد بېوقوفى ده، ځکه چې دا ليکلى دى چې، ”هغه هوښياران د هغوئ په چالاکۍ راګېروى.“
دا هغه حکمت نۀ دے کوم چې د آسمان نه راځى بلکې دُنياوى، نفسانى او شېطانى دے.
او د سمسون ښځه هغه سړى له ورکړے شوه چې کوم د هغۀ په وادۀ کښې د هغۀ ښۀ ملګرے وو.
هغۀ ترې نه بيا تپوس وکړو، ”ستا نور زامن شته څۀ؟“ يَسى ورته ووئيل، ”د ټولو نه کشر پاتې دے، خو هغه بهر د ګډو خيال ساتى.“ سموئيل ورته وفرمائيل، ”هغه راوغواړه چې دلته راشى. مونږ به تر هغې قربانى نه پېش کوُو چې هغه راغلے نۀ وى.“
يَسى بيا سِمعه راوستلو. نو سموئيل وفرمائيل، ”مالِک خُدائ دے هم نۀ دے خوښ کړے.“