29 نو نوکرانو د ابىسلوم په خبره عمل وکړو او امنون يې ووژلو. د داؤد باقى نور ټول زامن په خپلو قچرو باندې سوارۀ شول او وتښتېدل.
د صبعون دوه زامن آيه او عنه وُو. دا هغه عنه دے چې کله هغۀ د خپل پلار خرۀ څرول نو په صحرا کښې يې ګرمې چينې وموندلې.
نو ستا اولاد به همېشه په جنګ جګړو کښې آخته وى ځکه چې تا زما سپکاوے کړے دے چې د اورِياه ښځه دې بوتله.
څۀ وخت چې هغوئ خپل کور ته راروان وُو، نو داؤد ته داسې ووئيلے شول، ”ابىسلوم ستا ټول زامن وژلى دى، يو هم پاتې نۀ دے.“
بادشاه سلامت، زما دوه زامن وُو او يوه ورځ په پټو کښې په خپلو کښې په جګړه شول، هلته هيڅ څوک هم نۀ وُو چې هغوئ يې خلاص کړى وے، نو يو هغه بل ووژلو.
ابىسلوم ناڅاپه د داؤد يو څو سړو سره مِلاو شو. ابىسلوم په يو قچر باندې سور وو او قچر د څېړۍ يوې لوئې ونې لاندې ننوتلو، نو د ابىسلوم سر په څانګو کښې ونښتو. قچر منډه کړه او ابىسلوم په هوا کښې ترې نه ځوړند پاتې شو.
نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”زما د دربار آفسران د ځان سره بوځئ، زما زوئ سليمان دې زما په قچره باندې سور شى او لاندې د جيحون چينې پورې د هغۀ ملګرتيا وکړئ،
نو صدوق، ناتن او بناياه روان شول او د داؤد محافظان يې د ځان سره کړل. سليمان د داؤد بادشاه په قچره سور وو او د جيحون چينې پورې يې د هغۀ ملګرتيا وکړه.
کۀ يو حکمران دروغو ته توجو ورکوى، نو د هغۀ ټول آفسران به بدکاران شى.
زما په حُکمونو عمل کوئ. مختلف قِسمه ځناور مۀ پرېږدئ چې يو بل مال کړى. په يو پټى کښې دوه قِسمه تخم مۀ کَرئ. د دوه قِسمه تار نه جوړې شوې جامې مۀ اغوندئ.
د هغوئ دواړه لاسونه په غلطو کارونو کښې تکړه دى، حکمرانان تحفې غواړى، قاضيان رشوت قبلوى، زورَور هغه حکم کوى چې څۀ يې خوښ وى. دوئ ټول يو ځائ سازشونه کوى.