27 خو ابىسلوم بيا بيا ورته وئيل چې داؤد آخر هم امنون او خپل نور ټول زامن پرېښودل چې د ابىسلوم سره لاړ شى. ابىسلوم يوه شاهى روټۍ تياره کړه.
خو ابىسلوم ورته ووئيل، ”ښه، کم از کم زما ورور امنون خو به پرېږدې کنه چې ما سره لاړ شى.“ بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”هغه دې ولې لاړ شى؟“
هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل، ”ګورئ، کله چې امنون د ميو څښلو په وجه په سُور کښې شى او چې زۀ حُکم درکړم چې هغه ووژنئ نو يرېږئ مه. زۀ به په خپله د دې ذمه وارى اخلم. تکړه شئ او چې ونۀ يرېږئ.“