26 خو ابىسلوم ورته ووئيل، ”ښه، کم از کم زما ورور امنون خو به پرېږدې کنه چې ما سره لاړ شى.“ بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”هغه دې ولې لاړ شى؟“
بادشاه ورته وفرمائيل، ”نه، زما زويه، کۀ مونږ ټول ورشو نو دا به ستا دپاره لوئ تکليف وى.“ ابىسلوم ورته بيا بيا وئيل او بادشاه د هغۀ سره نۀ تلو خو هغۀ د ابىسلوم دپاره برکت وغوښتو.
خو ابىسلوم بيا بيا ورته وئيل چې داؤد آخر هم امنون او خپل نور ټول زامن پرېښودل چې د ابىسلوم سره لاړ شى. ابىسلوم يوه شاهى روټۍ تياره کړه.
يوآب عماسا ته ووئيل، ”زما ملګريه څنګه يې؟“ او د چل دپاره يې خپل ښے لاس د هغۀ ږيرې له وروړلو چې ښُکل يې کړى.
کله چې ابنير حبرون ته ورسېدو، نو يوآب هغه د دروازې سره يو طرف ته بوتلو، داسې معلومېده لکه چې يوآب د هغۀ سره څۀ پټه خبره کوى او هلته يې هغه په خېټه باندې ووهلو. نو داسې ابنير ووژلے شو ځکه چې هغۀ د يوآب ورور عساهيل وژلے وو.
د هغۀ خبرې خوږې پستې دى، خو د هغۀ په زړۀ کښې خبرې د نفرت دى. د هغۀ خبرې د تېلو په شان نرمې دى، خو دا د تېرو تُورو په شان غوڅونکې دى.
کينه ناک انسان په خوږو خبرو کولو خپل نفرت پټوى، خو په زړۀ کښې يې کينه ساتلې وى.
نو په دې وجه مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ به دوئ لکه د کچه سپينو زرو په شان د اور بټۍ کښې واچوم، صفا به يې کړم او وبه يې آزمايمه، زۀ نور د دې ګناه ګار قوم سره څۀ وکړم؟