Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 13:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 بادشاه ورته وفرمائيل، ”نه، زما زويه، کۀ مونږ ټول ورشو نو دا به ستا دپاره لوئ تکليف وى.“ ابى‌سلوم ورته بيا بيا وئيل او بادشاه د هغۀ سره نۀ تلو خو هغۀ د ابى‌سلوم دپاره برکت وغوښتو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 13:25
9 Iomraidhean Croise  

هغه داؤد بادشاه له لاړو او ورته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ خپلې ګډې کلوم. تۀ او ستا آفسران به راشئ چې ما سره په دې کښې شريک شئ؟“


خو ابى‌سلوم ورته ووئيل، ”ښه، کم از کم زما ورور امنون خو به پرېږدې کنه چې ما سره لاړ شى.“ بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”هغه دې ولې لاړ شى؟“


يوآب د عزت نه د داؤد په مخکښې پړمخې پرېوتلو او وې وئيل، ”بادشاه سلامت، مالِک خُدائ دې تا له برکت درکړى. اوس ما ته پته ولګېده چې تۀ زما نه خوشحاله يې، ځکه چې تا زما عرض منلے دے.“


نو مالِک ورته ووئيل چې لاړ شه او لويو لارو کوڅو ته ووځه او خلق په مِنت سره راوله چې زما کور د دوئ نه ډک شى.


خو هغوئ هغۀ ته په کلکه ووئيل چې، ”مونږ سره پاتې شه اوس ناوخته دے توره شپه راروانه ده.“ نو هغه ورسره لاړو او د هغوئ سره پاتې شو.


کله چې هغې ته سره د خاندانه بپتسمه ورکړے شوه نو هغې په مونږ زور واچولو او وې وئيل چې، ”کۀ تاسو ما د مالِک ايمانداره ګڼئ نو راشئ او زما په کور کښې مېلمانۀ شئ.“ او هغې مونږ په پاتې کېدو مجبور کړُو.


په دې کښې بوعز په خپله د بيت‌لحم نه راغلو. او لَوګرو ته يې سلام وکړو، او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ مو مل شه.“ او هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بختور کړه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan