Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 13:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 هغه داؤد بادشاه له لاړو او ورته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت، زۀ خپلې ګډې کلوم. تۀ او ستا آفسران به راشئ چې ما سره په دې کښې شريک شئ؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 13:24
8 Iomraidhean Croise  

څۀ وخت وروستو د يهوداه ښځه مړه شوه. چې کله په هغۀ د غم ورځې تېرې شوې، هغه او د هغۀ ملګرى د عدولام حيره، تمنت ته لاړل، چرته چې د هغۀ د ګډو وړۍ کلېدلې.


دوه کاله وروستو ابى‌سلوم د اِفرائيم ښار سره نزدې په بعل حصور کښې خپلې ګډې کلولې او د بادشاه ټول زامن يې راوغوښتل چې هلته راشى.


بادشاه ورته وفرمائيل، ”نه، زما زويه، کۀ مونږ ټول ورشو نو دا به ستا دپاره لوئ تکليف وى.“ ابى‌سلوم ورته بيا بيا وئيل او بادشاه د هغۀ سره نۀ تلو خو هغۀ د ابى‌سلوم دپاره برکت وغوښتو.


وائى دروغ په خپلو کښې يو بل ته ګاونډيان، په زړۀ کښې دوکه باز او په غوړو شونډو دى ګويان.


د هغۀ خبرې خوږې پستې دى، خو د هغۀ په زړۀ کښې خبرې د نفرت دى. د هغۀ خبرې د تېلو په شان نرمې دى، خو دا د تېرو تُورو په شان غوڅونکې دى.


هغۀ اورېدلى دى چې تۀ د خپلو ګډو وړۍ کلوې او هغۀ غوښتل چې تا ته دا پته ولګى چې کله ستا شپانۀ مونږ سره وُو نو مونږ هغوئ ته څۀ نقصان نۀ دے رسولے. کله چې هغوئ په کرمل کښې وُو نو هيڅکله د هغوئ يو څيز هم نۀ دے پټ کړے شوے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan