22 او ابىسلوم د امنون سره دومره نفرت کولو چې هغۀ سره يې نورې خبرې هم نۀ کولې ځکه چې د هغۀ د خور تامار سره امنون په زور زنا کړې وه.
لابن او بتواېل جواب ورکړو، ”دا خبره د مالِک خُدائ نه راپېښه ده او مونږ ورته ښۀ يا بد نۀ شُو وئيلے.
په هغه شپه خُدائ پاک لابن ته په خوب کښې راغلو او هغۀ ته يې ووئيل، ”خيال کوه چې يعقوب ته هيڅ هم ونۀ وائې.“
زۀ تا ته د نقصان رسولو زور لرم، خو تېره شپه ستا د پلار خُدائ پاک ما له خبردارے راکړو چې تا ته هيڅ هم ونۀ وايم.
کله چې داؤد بادشاه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغه سخت غصه شو.
هغه څوک چې خپل نفرت پټوى نو هغه دروغژن دے. څوک چې د نورو غېبت کوى هغه کم عقل دے.
کۀ تۀ خپل ګاونډى سره په يوه مقدمه کښې بحث کوې، نو په هغه وخت کښې د بل انسان راز ورته مۀ څرګندوه.
کينه ناک انسان په خوږو خبرو کولو خپل نفرت پټوى، خو په زړۀ کښې يې کينه ساتلې وى.
کۀ د هغۀ بدنېتى د هغۀ په چل وَل کښې پټه وى، خو بيا هم د هغۀ شرارت هر چا ته ښکاره شى.
خپله غصه په قابو کښې ساته، ځکه چې د کم عقل دماغ د غصې کور وى.
کۀ چرې ستاسو يو ورور ستاسو خلاف څۀ ګناه وکړى نو لاړ شئ او هغه په پرده کښې په دې ملامته کړئ او کۀ هغه تاسو ته غوږ کېږدى نو تاسو خپل ورور دوباره وموندلو.
د غصې په وخت کښې ګناه مۀ کوئ او خپله غصه د نمر د پرېوتو نه اخوا مۀ پرېږدئ،
د خپل ځان نه هر قِسم تريخوالے، قهر، غضب، کنځلې، غېبت، بد خواهش اخوا کړئ.
خو هر څوک چې د خپل ورور يا خور نه نفرت کوى، هغه په تيارۀ کښې ګرځى بلکې په تيارۀ کښې ژوند تېروى او هغه نۀ پوهيږى چې چرته روان دے ځکه چې تيارې د هغۀ سترګې ړندې کړې دى.
کۀ څوک دا دعوىٰ کوى چې، ”زۀ په نُور کښې يم،“ او هغه د خپل ورور يا خور نه نفرت کوى نو هغه اوس هم هغه شان په تيارۀ کښې دے.
هم دغه د خُدائ پاک د بچو او د اِبليس په بچو کښې فرق دے، څوک چې په صداقت عمل نۀ کوى هغه د خُدائ پاک نه نۀ دے، او نۀ هغه څوک چې د خپل ورور سره مينه نۀ کوى.
مونږ دې د قائِن په شان جوړ نۀ شو څوک چې د شرير نه وو او خپل ورور يې قتل کړو. او هغۀ هغه ولې قتل کړو؟ ځکه چې د هغۀ خپل عمل بد وُو او د هغۀ د ورور عمل د صداقت وُو.
هر څوک چې د خپل ورور يا خور نه نفرت کوى، قاتل دے، او تاسو ته پته ده چې قاتلانو کښې د تل ژوندون نۀ وى.