19 هغې په خپل سر ايرې واچولې، چُوغه يې وشلوله او خپل مخ يې په لاسونو پټ کړو. په چغو چغو يې ژړل او روانه وه.
چې کله روبين واپس کوهى ته راغلو او وې ليدل چې يوسف هلته نۀ وو، نو هغۀ د خفګان په وجه خپلې جامې وشلولې.
داؤد د غم نه خپلې جامې وشلولې او د هغۀ ټولو سړو هم دغه شان وکړل.
په درېمه ورځ د ساؤل د کېمپ نه يو زلمے راورسېدو. د دې دپاره چې خپل غم څرګند کړى، هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر يې خاورې اچولې وې. کله چې هغه داؤد له راغلو نو د عزت نه ټيټ شو او پړمخې په زمکه پرېوتو.
کله چې خپل ورور ابىسلوم هغه وليده نو تپوس يې ترې نه وکړو، ”امنون تا سره داسې غلط کار کړے دے څۀ؟ زما خورې، په دې باندې مۀ خفه کېږه. هغه ستا ناسکه ورور دے او د دې په حقله هيچا ته هم مۀ وايه.“ نو تامار د ابىسلوم په کور کښې يواځې او خفه اوسېده.
کله چې مردکے د هغه هر څۀ نه خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې. بيا هغۀ د ټاټ جامې واغوستلې، سر يې په ايرو پټ کړو، په ښار کښې روان شو او تر هغې پورې يې په چغو چغو او بد بد ژړل،
کله چې هغوئ ايُوب د لرې نه وليدلو، نو هغه د پېژندګلو نه وتے وو خو چې کله يې وپېژندو نو په چغو چغو يې وژړل، هغوئ د غم نه خپلې چُوغې وشلولې او په سر باندې يې خاورې واچولې.
نو ما چې څۀ وئيلى دى نو په هغې شرمنده يم، او په خاورو او ايرو کښې توبه وباسم.“
تۀ به د هغه ځائ نه هم لاس په سر شرمنده وځې، ځکه چې په چا تا بهروسه کوله مالِک خُدائ هغوئ رد کړل نو تاسو به د هغوئ نه هيڅ امداد حاصل نۀ کړئ.“
يشوَع او د بنى اِسرائيلو مشرانو د غمه جامې وشلولې او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې يې ځانونه په زمکه باندې پړمخې راوغورزول او تر ماښامه پورې هلته پراتۀ وُو، د هغوئ په سرونو کښې خاورې وې چې د هغوئ خفګان ترې نه څرګندېدو.
د بنيامين قبيلې يو سړى د جنګ مېدان نه تر سيلا پورې منډه ووهله او هم په هغه ورځ ورسېدو. د خپل تکليف ښودلو دپاره هغۀ خپلې جامې شلولې وې او په سر باندې يې خاورې اچولې وې.