16 هغې ورته ووئيل، ”نه، زۀ نۀ ځم، تۀ چې ما داسې لېږې نو دا د هغې نه هم لوئ جرم دے، څۀ چې تا اوس اوس زما سره وکړل.“ خو امنون د هغې خبرې ته غوږ نۀ نيولو،
بيا امنون د هغې نه ډېر زيات نفرت شروع کړو، هغۀ د هغې سره د هغې نه هم زيات نفرت کولو چې څومره يې مخکښې مينه ورسره کوله. هغۀ ورته ووئيل، ”پاڅه او ورکه شه.“
هغۀ خپل نوکر راوغوښتو او ورته يې ووئيل، ”دا ښځه زما د نظره لرې کړه. دا بهر وباسه او دروازه ورپسې بنده کړه.“