12 هغې ورته ووئيل، ”نه زما وروره، داسې بېشرمه کار ته ما مۀ مجبوروه، په کار نۀ دى چې داسې بد عمل په بنى اِسرائيلو کښې وشى.
همور حِوى د هغې علاقې مالِک وو. د هغۀ زوئ شِکم هغه وليده، نو هغه يې بوتله او د هغې بېعزتى يې وکړه.
نو د يعقوب زامن د پټو نه واپس راروان وُو او کله چې هغوئ خبر شول چې شِکم د يعقوب د لور بېعزتى کړې ده نو هغوئ خفه او سخت غصه شول ځکه چې دا غلط کار د بنى اِسرائيلو د برداشت نه بهر وو.
نو ما څۀ ساده ځوانان وکتل، نو د دوئ په مينځ کښې مې يو کم عقل ځوان د نظر لاندې راغے.
ځکه چې هغوئ په بنى اِسرائيلو کښې شرمناک ګناهونه کړى دى، هغوئ د خپلو ګاونډيانو د ښځو سره د زنا باوجود، زما په نامه د دروغو پېغام خلقو ته وړاندې کړے دے د کوم چې ما هغوئ ته حُکم نۀ دے ورکړے. خو ما ته د هغوئ په حقله عِلم دے او په هغوئ باندې زۀ ګواه يم. مالِک خُدائ داسې فرمائى.“
د خپلې ناسکه خور سره زنا مۀ کوئ، ځکه چې هغه ستاسو خور ده.
د خپلې سکه يا ناسکه خور سره زنا مۀ کوئ، کۀ هغه ستاسو په کور کښې لويه شوې وى يا په بل ځائ کښې.
کۀ يو سړے د خپلې سکه يا ناسکه خور سره وادۀ وکړى او هغوئ د يو بل سپکاوے وکړى، نو دا يو د بېشرمۍ کار دے او هغوئ دې د خپلو خلقو نه وشړلے شى، هغۀ د خپلې خور سپکاوے کړے دے او هغوئ ته دې د خپلو بدو سزا مِلاو شى.
نو هغوئ به يې د هغې د پلار د کور دروازې خولې ته بوځى، او د ښار سړى به يې هلته سنګسار کړى چې مړه شى. هغې ستاسو خلقو په مينځ کښې يو د شرم نه ډک کار کړے دے چې د وادۀ نه مخکښې د بل سړى سره څملاستله، چې هغه لا د پلار په کور کښې وه. نو تاسو به په دې طريقې سره د خپل مينځ نه دا بدکارى ختمه کړئ.
نو هغه به د هغې پلار له پنځوس د سپينو زرو سيکې حق مهر ورکړى او هغه به يې ښځه شى، ځکه چې هغۀ په زور باندې د هغې سره زنا کړې ده. چې تر کومې پورې ژوندے وى نو هغې له طلاق نۀ شى ورکولے.
خو هغه بوډا سړے بهر ورووتلو او ورته يې ووئيل، ”نه، زما وروڼو، زۀ تاسو ته مِنت کوم چې داسې خراب او بېاخلاقه کار مۀ کوئ. دا سړے زما مېلمه دے.
ما د هغې لاش يوړو، ټوټې ټوټې مې کړو او يوه يوه ټوټه مې د بنى اِسرائيلو دولسو قبيلو ته ولېږله. دې خلقو په مونږ کښې سپک او شرمناک کار کړے دے.