Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 12:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 ما تا له د هغۀ بادشاهى او د هغۀ ښځې درکړې دى، ما تۀ په بنى اِسرائيلو او په يهوداه باندې بادشاه جوړ کړې. خو کۀ دا کمه وے نو ما به تا له د دې نه علاوه نور هم درکړے وے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 12:8
11 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې زۀ به ستا د خپل خاندان نه څوک د دې سبب وګرځوم چې په تا مصيبت راولى. تۀ به خپلو سترګو ګورې چې زۀ به ستا نه ښځې بوځم او بل سړى له به يې ورکوم، او هغه به په رڼا ورځ ورسره څملى.


مالداره سره ډېر څاروى او ګډې وې،


بيا د يهوداه سړى حبرون ته راغلل او داؤد يې د يهوداه د بادشاه په توګه مقرر کړو. کله چې داؤد خبر شو چې په جِلعاد کښې د يبيس خلقو ساؤل ښخ کړے دے،


هغۀ په حبرون کښې په يهوداه باندې اووۀ نيم کاله بادشاهى وکړه او په يروشلم کښې يې په ټول اِسرائيل او يهوداه باندې درې دېرش کاله بادشاهى وکړه.


مالِکه خُدايه پاکه، او بيا تا د نور څۀ کولو وعده هم کړې ده. مالِکه خُدايه پاکه، تۀ اکثر د خلقو سره هم دغه شان کوې؟


داؤد جواب ورکړو، ”يرېږه مه، ستا د پلار په وجه زۀ په تا مِهربانه يم. زۀ به تا له هغه ټوله زمکه واپس درکړم کومه چې ستا د نيکۀ ساؤل وه او تا ته به زما په دسترخوان باندې همېشه هرکلے وئيلے شى.“


بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ ما ته دا څنګه وائې چې ابى‌شاګ ادونياه له ورکړم؟ کېدے شى دا هم راته ووائې چې هغۀ له تخت هم ورکړه، ځکه چې هغه خو زما مشر ورور دے او ابياتار اِمام او يوآب د هغۀ په طرف دى.“


خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک نمر او ډال دے. ځکه چې مالِک خُدائ به مونږ ته خپل فضل او عزت راکړى، هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى د کومو خلقو لارې چې بې‌داغه وى.


خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، رحيم او مهربانه يې. په غصه کښې تېزى نۀ کوې او د ډېرې مينې او وفادارۍ نه کار اخلې.


هغۀ خو خپل زوئ هم پرې نۀ ښودو او زمونږ دپاره يې د قربانۍ دپاره پېش کړو، نو بيا د دې سره به مونږ ته نور څيزونه رانۀ کړى څۀ؟


نو بيا تا د هغۀ فرمانبردارى ولې ونۀ وکړه؟ تا په مالِ غنيمت نيولو کښې تېزى ولې وکړه؟ او د مالِک خُدائ په نظر کښې داسې بد عمل دې ولې وکړو؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan