6 ځکه چې هغۀ داسې بېرحمه کار کړے دے، هغه به خامخا د دې په څلور چنده تاوان ورکوى.“
نو تاسو به نن خامخا هغوئ له د هغوئ پټى، د انګورو باغونه، د زيتُونو ونې او د هغوئ کورونه واپس ورکوئ. او لکه کله چې مو پېسې، غله، د انګورو نوى مے او د زيتُونو تېل قرض ورکول او چې کوم سود مو ترې نه اخستے دے هغه واپس ورکړئ.“
نو هغه کس به خامخا د دې ځناور مالِک ته تاوان ورکوى. هغه به يې مالِک ته د دې قيمت ورکړى او هغه مړ ځناور به د هغۀ شى.
کۀ يو کس يوه غوا يا ګډه پټه کړى او حلاله يې کړى يا يې خرڅه کړى، هغه به خامخا د يوې غوا په بدل کښې پينځۀ غواګانې ورکوى او د يوې ګډې په بدل کښې به څلور ګډې ورکوى.
خو کۀ هغه ګېر شى، نو هغه به اووۀ چنده ورکوى، کۀ څۀ هم د هغۀ د کور په ټول سامان يې قيمت پوره کيږى.
خو زکاۍ ودرېدو او مالِک ته يې ووئيل، ”مالِکه، زۀ خپل نيم مال خوارانو له ورکوم او کۀ ما له چا نه په دوکه باندې څۀ اخستى وى نو هغۀ له به يو په څلور واپس ورکړم.“
ځکه چا چې رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم د اِنصاف په مطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.