5 داؤد هغه مالداره سړى ته سخت غصه شو او ورته يې ووئيل، ”زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم کوم چې کوم سړى دا کړى وى نو هغه د مرګ لائق دے.
تقريباً درې مياشتې وروستو يهوداه ته چا ووئيل، ”ستا اِنږور تامار کنجرتوب کولو او اوس هغه اُميدواره ده.“ يهوداه ووئيل، ”هغه بهر راوباسئ او په اور کښې يې وسوزوئ.“
يوه ورځ يو مسافر د هغه مالداره سړى کور ته راغلو. مالداره سړى نۀ غوښتل چې هغه خپل يو ځناور حلال کړى چې د هغۀ دپاره روټۍ تياره کړى، هغۀ د غريب سړى ګډورۍ واخستله او د خپل مېلمه دپاره يې روټۍ تياره کړه.“
بادشاه ورته وفرمائيل، ”واپس کور ته لاړه شه، زۀ به دا مسئله حل کړم.“
خو هغۀ ورته مخ ورواړوو او وې رټل.
اے دوستانو، تاسو چې بل څوک مجرموئ، تاسو هر څوک چې يئ، تاسو سره هيڅ عُذر نشته. کله چې تاسو بل څوک مجرموئ نو په دې سره تاسو خپل ځان مجرموئ ځکه چې هم هغه کارونه تاسو په خپله کوئ.
زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم، څوک چې بنى اِسرائيلو له فتح ورکوى، چې ګناه ګار به ووژلے شى، کۀ هغه زما زوئ يونتن هم وى.“ خو هيچا هيڅ هم ونۀ وئيل.
تا ته دا پته نۀ لګى څۀ چې تر کومې پورې داؤد ژوندے وى، نو تۀ به هيڅکله د دې مُلک بادشاه نۀ شې؟ اوس لاړ شه او هغه دلته راوله، هغه به خامخا وژلے شى.“
ابنيره، تۀ په خپله ذمه وارۍ کښې ناکام شوې. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې تاسو ټول د مرګ لائق يئ، ځکه چې تاسو خپل نېک بچ نۀ کړو، کوم چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے. د بادشاه نېزه چرته ده؟ د اوبو منګے چرته دے چې د هغۀ د سر سره وو؟“