Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 12:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 خو د غريب سره صِرف يوه ګډورۍ وه، کومه چې هغۀ اخستې وه. هغۀ د دې خيال ساتلو او هغه د هغۀ په کور کښې د هغۀ د ماشومانو سره لويه شوه. هغې له به يې د خپل خوراک نه خوراک ورکولو او په خپل جام کښې به يې څښلو ته پرېښوده او په خپله غېږه کښې به يې نيوله. ګډورۍ د هغۀ دپاره د لور په شان وه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 12:3
6 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ يو پېغام وړونکے ولېږلو چې معلومه کړى چې هغه څوک وه، نو هغۀ ته ووئيلے شول چې هغه بت‌‌سبع وه، هغه د الى‌عام لور او د حِتى اورِياه ښځه وه.


مالداره سره ډېر څاروى او ګډې وې،


يوه ورځ يو مسافر د هغه مالداره سړى کور ته راغلو. مالداره سړى نۀ غوښتل چې هغه خپل يو ځناور حلال کړى چې د هغۀ دپاره روټۍ تياره کړى، هغۀ د غريب سړى ګډورۍ واخستله او د خپل مېلمه دپاره يې روټۍ تياره کړه.“


په خپل ګاونډى باور مۀ کوه، مۀ په خپل دوست اعتبار کوه. تر دې چې څوک ستا په غېږ کښې اودۀ کيږى هغې سره هم په خپلو خبرو کولو کښې خيال کوه.


کۀ ستاسو ورور، زوئ، لور، يا په تاسو ګرانه ښځه، يا ستاسو نزدې دوست هم تاسو ته پټ پټ وائى چې د نورو معبودانو عبادت وکړئ، هغه معبودان چې تاسو او ستاسو پلار نيکۀ يې هيڅکله هم عبادت نۀ دے کړے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan