Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 12:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 هغۀ داؤد ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”ما په ربه حمله کړې ده او د دې د اوبو مرکز مې قبضه کړے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 12:27
5 Iomraidhean Croise  

په سپرلى کښې د کال په کوم وخت چې بادشاهان اکثر جنګ له ځى، داؤد يوآب د هغۀ آفسران او د بنى اِسرائيلو لښکر ولېږلو، هغوئ عمونيانو له شکست ورکړو او د ربه ښار يې محاصره کړو. خو داؤد په خپله په يروشلم کښې ايسار شو.


په دې دوران کښې د يوآب جنګ د ربه خِلاف جارى وو، چې د عمون شاهى ښار وو او قبضه کېدو ته نزدې وو.


اوس خپل پاتې لښکر راغونډ کړه، په ښار حمله وکړه او د خپل ځان دپاره يې ونيسه. زۀ دا نۀ غواړم چې د دې قبضه کول زما په نوم ياديږى.“


د تُورې دپاره يوه لاره په ګوته کړئ چې د عمونيانو د ربه ښار خلاف راشى او بله د يهوداه او د يروشلم پوخ ښار خلاف راشى.


عوج بادشاه د رفائيانو آخرى پاتې کس وو. د هغۀ د ښخېدو صندوق د کاڼى نه جوړ وو، چې ديارلس فټه اوږد او دوه ګزه پلن وو. دا تر اوسه پورې د عمونيانو په ښار ربه کښې شته دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan