Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 12:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 په دې دوران کښې د يوآب جنګ د ربه خِلاف جارى وو، چې د عمون شاهى ښار وو او قبضه کېدو ته نزدې وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 12:26
9 Iomraidhean Croise  

په سپرلى کښې د کال په کوم وخت چې بادشاهان اکثر جنګ له ځى، داؤد يوآب د هغۀ آفسران او د بنى اِسرائيلو لښکر ولېږلو، هغوئ عمونيانو له شکست ورکړو او د ربه ښار يې محاصره کړو. خو داؤد په خپله په يروشلم کښې ايسار شو.


داؤد پېغام وړُونکى ته وفرمائيل، ”د يوآب حوصله افزائى وکړه او ورته ووايه چې خفه نۀ شى، ځکه چې تا ته دا پته نۀ لګى چې څوک به په جنګ کښې مرى. هغۀ ته ووايه چې په ښار باندې يوه مضبوطه حمله وکړى او قبضه يې کړى.“


او هغۀ ناتن پېغمبر له حُکم ورکړو چې په ماشوم يديدياه نوم کېږدى، ځکه چې مالِک خُدائ د هغۀ سره مينه کوله.


هغۀ داؤد ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”ما په ربه حمله کړې ده او د دې د اوبو مرکز مې قبضه کړے دے.


کله چې داؤد محنايم ته ورسېدو، نو هغه د ناحس د زوئ سوبى سره مِلاو شو، چې هغه په ربه ښار کښې د عمون د قبيلې وو، د عمى‌اېل زوئ مکير سره چې د لودبار وو او د جِلعاد د قبيلې د برزلى سره هم مِلاو شو، برزلى د راجليم وو.


خو څوک به ما د قلعې پوخ ښار ته داخل کړى؟ څوک به ما ادوم ته ورسوى؟


زۀ به د ربه ښار نه د اوښانو د څرن ځائ جوړ کړم او د عمون نه به د ګډو شپول جوړ کړم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.


عوج بادشاه د رفائيانو آخرى پاتې کس وو. د هغۀ د ښخېدو صندوق د کاڼى نه جوړ وو، چې ديارلس فټه اوږد او دوه ګزه پلن وو. دا تر اوسه پورې د عمونيانو په ښار ربه کښې شته دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan