Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 12:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 بيا داؤد خپلې ښځې بت‌‌سبع له تسلى ورکړه. د هغې سره څملاستو او د هغې نه يې يو زوئ پېدا شو. داؤد په هغۀ سليمان نوم کېښودو. مالِک خُدائ د ماشوم سره مينه کوله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 12:24
13 Iomraidhean Croise  

او هغۀ ناتن پېغمبر له حُکم ورکړو چې په ماشوم يديدياه نوم کېږدى، ځکه چې مالِک خُدائ د هغۀ سره مينه کوله.


د هغۀ دا بچى په يروشلم کښې پېدا شوى وُو يعنې، سموع، سوباب، ناتن، سليمان،


کله چې تۀ مړ شې او د خپل پلار نيکۀ په اديره کښې ښخ شې، نو زۀ به ستا يو زوئ بادشاه جوړ کړم او د هغۀ بادشاهى به قائمه کړم.


خو هغۀ خپل ناسکه ورور سليمان، ناتن پېغمبر، بناياه او د بادشاه محافظانو له دعوت ورنۀ کړو.


ناتن د سليمان مور بت‌‌سبع له لاړو او د هغې نه يې تپوس وکړو، ”تۀ خبر نۀ يې څۀ چې د حجيت زوئ ادونياه خپل ځان بادشاه جوړ کړے دے؟ او داؤد د دې نه خبر هم نۀ دے.


داؤد بادشاه ټولې غونډې ته وفرمائيل، ”زما زوئ سليمان هغه څوک دے چې خُدائ پاک خوښ کړے دے، خو هغه لا هلک او ناتجربه‌کاره دے. کوم کار چې کېدونکے دے هغه ډېر لوئ دے، ځکه چې دا د انسانانو محل نۀ دے بلکې د مالِک خُدائ، خُدائ پاک کور دے.


په يروشلم کښې چې د داؤد کوم زامن پېدا شوى وُو په هغوئ کښې سموع، سوباب، ناتن او سليمان شامل دى. د هغوئ مور بت‌‌سبع وه چې د عمى‌اېل لور وه.


ما ورته ووئيل، ”سليمان د پردى مُلک د ښځو په وجه ګناه وکړه. هغه داسې سړے وو چې هغه د نورو قومونو د هر يو بادشاه نه لوئ وو. خُدائ پاک د هغۀ سره مينه کوله او هغه يې د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک باندې بادشاه جوړ کړے وو، خو بيا هم هغه د پردى مُلک ښځو په ګناه باندې اخته کړو.


هر کله چې زۀ د خپل پلار په کور کښې هلک وم، او د خپلې مور اېک يو نيازبين زوئ وم،


او د يَسى نه داؤد بادشاه پېدا شو. داؤد د سليمان پلار وو، د هغۀ مور اول د اورِياه ښځه وه،


د بنيامين قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”دا هغه قبيله ده چې مالِک خُدائ ورسره مينه کوى او ساتنه يې کوى، هغه ټوله ورځ د هغوئ حِفاظت کوى، او هغه د هغوئ په مينځ کښې اوسيږى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan