Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 12:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 داؤد جواب ورکړو، ”آو، کوم وخت چې هغه ژوندے وو نو ما روژه نيولې وه او ژړل مې. زما خيال دا وو چې کېدے شى چې مالِک خُدائ به په ما رحم وکړى او ماشوم به نۀ وژنى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 12:22
10 Iomraidhean Croise  

نو خپلو آفسرانو داؤد ته ووئيل، ”مونږ په دې پوهه نۀ شُو، کله چې ماشوم ژوندے وو، نو تا به په هغۀ پسې ژړل او خوراک به دې نۀ کولو، خو چې څنګه هغه ماشوم مړ شو، نو تۀ پاڅېدې او خوراک دې شروع کړو.“


”مالِکه خُدايه، هغه راياد کړه، چې ما په ايماندارۍ او د زړۀ د اخلاصه ستا خِدمت کړے دے او ستا د رضا دپاره مې هر کار کړے دے.“ او هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل.


”حزقياه له واپس لاړ شه او هغۀ ته ووايه، ما يعنې مالِک خُدائ، ستا د پلار نيکۀ داؤد خُدائ پاک ستا دُعا اورېدلې ده او ستا اوښکې مې ليدلى دى. زۀ به تا پينځلس کاله نور ژوندے وساتم.


د مقدسې روژې نيولو اعلان وکړئ، او د خلقو مقدسه اجتماع راوغواړئ. مشران او د مُلک ټول خلق د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک کور ته راوغواړئ او مالِک خُدائ ته وژاړئ.


چا ته پته ده، کېدے شى چې هغه بدل شى او زړۀ يې نرم شى او د لعنت په ځائ برکت درکړى. او تاسو لکه د مخکښې په شان د غلې او د ميو نذرانې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته پېش کړے شئ.


د بدو نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره مينه کوئ، او په عدالت کښې اِنصاف قائم کړئ. نو کېدے شى چې مالِک خُدائ، ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو په باقى پاتې شوو خلقو رحم وکړى.


د جهاز مشر هغۀ له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ څنګه اودۀ يې؟ پاڅه او خپل خُدائ ته سوال وکړه. کېدے شى چې هغه زمونږ خيال وساتى، او مونږ تباهۍ نه بچ شُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan