Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 12:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 کله چې داؤد هغوئ وليدل چې هغوئ د يو بل سره پټې خبرې کولې، نو هغۀ ته پته ولګېده چې ماشوم مړ دے. نو هغۀ ورنه تپوس وکړو، ”ماشوم مړ دے څۀ؟“ نو هغوئ جواب ورکړو، ”آو، مړ دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 12:19
4 Iomraidhean Croise  

يوه هفته وروستو هغه ماشوم مړ شو او د داؤد آفسران يرېدل چې د دې نه يې خبر کړے وے. هغوئ ووئيل، ”کوم وخت چې ماشوم ژوندے وو، نو مونږ به چې د داؤد سره خبرې کولې نو هغۀ به جواب نۀ راکولو. نو هغۀ ته مونږ څنګه ووايو چې د هغۀ ماشوم مړ دے؟ کېدے شى چې هغه خپل ځان ته څۀ نقصان ورسوى.“


داؤد د زمکې نه پاڅېدو، وې لامبل، تېل يې ولګول او جامې يې بدلې کړې. بيا هغه لاړو او د مالِک خُدائ په کور کښې يې عبادت وکړو. کله چې هغه محل ته راواپس شو، هغۀ روټۍ راوغوښته. هغوئ روټۍ ورته کېښوده او هغۀ وخوړه.


خو کله چې داؤد د امنون د مرګ نه په آرام شو، نو د هغۀ زړۀ بيا دا غوښتل چې د ابى‌سلوم سره مِلاو شى.


خو اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو ناخبره پاتې شئ د هغوئ په حقله څوک چې مړۀ دى، نو چې تاسو د هغه نورو په شان غمژن نۀ شئ د چا چې اُميد نۀ وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan