17 د هغۀ د دربار آفسران به ورتلل او د هغۀ د پاڅېدو کوشش به يې کولو، خو هغۀ به اِنکار کولو او د هغوئ سره يې هيڅ هم نۀ خوړل.
يوه ورځ، اِبراهيم خپل مشر نوکر راوغوښتو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”زما سره يو پوخ لوظ وکړه،
ټول زامن او لوڼه تسلۍ ورکولو له ورله راغلل، خو په هغۀ دې تسلۍ اثر ونۀ کړو او وې فرمائيل، ”زۀ به د خپل زوئ په غم کښې تر مرګه پورې ژاړم.“ نو هغه د خپل زوئ يوسف په غم کښې غمژن وو.
يوه هفته وروستو هغه ماشوم مړ شو او د داؤد آفسران يرېدل چې د دې نه يې خبر کړے وے. هغوئ ووئيل، ”کوم وخت چې ماشوم ژوندے وو، نو مونږ به چې د داؤد سره خبرې کولې نو هغۀ به جواب نۀ راکولو. نو هغۀ ته مونږ څنګه ووايو چې د هغۀ ماشوم مړ دے؟ کېدے شى چې هغه خپل ځان ته څۀ نقصان ورسوى.“
ټوله ورځ خلقو کوشش کولو چې په داؤد باندې څۀ وخورى، خو هغۀ پوخ لوظ وکړو، ”خُدائ پاک دې ما هلاک کړى چې د ورځې د ختمېدو نه مخکښې زۀ څۀ وخورم.“
زړۀ مې بيمار او د واښو په شانې اوچ شو، ما نه خپله روټۍ خوړل هېر شو.
نو بيا بادشاه خپل شاهى محل ته واپس شو او هغه شپه يې بې د خوراکه او د هر قسمه عېش عشرت نه بغېر تيره کړه. او هغه ټوله شپه ويښ وو او خوب نۀ ورتلو.
ساؤل اِنکار وکړو او وې وئيل چې هيڅ به هم نۀ خورم. خو د هغۀ آفسرانو هم ورته ووئيل چې څۀ وخوره. آخر هغۀ د هغوئ خبره ومنله او د زمکې نه پاڅېدو او په کټ کښې کښېناستو.