15 بيا ناتن کور ته لاړو. د اورِياه د ښځې نه چې د داؤد کوم ماشوم پېدا شوے وو مالِک خُدائ هغه سخت بيمار کړو.
خو د دې عمل په وجه تا د مالِک خُدائ لوئ سپکاوے کړے دے، نو په دې وجه به ستا ماشوم مړ شى.“
داؤد خُدائ پاک ته د دې دپاره سوال وکړو چې ماشوم ښۀ شى. هغۀ روژه ونيوله او هره شپه به د هغۀ کوټې ته تلو او ټوله شپه به يې په زمکه تېروله.
مالِک خُدائ په عُزياه باندې د جذام بيمارى راوستله، چې د هغه وخت نه دا بيمارى ټول عُمر ورسره وه. هغه په يو جدا کور کښې اوسېدو او د هغۀ زوئ يوتام د محل مشر شو او په هغه مُلک يې حکومت کولو.
يربعام ته د ابياه د بادشاهۍ په دوران کښې هيڅکله دوباره طاقت مِلاو نۀ شو. او په آخر کښې مالِک خُدائ هغه ووهلو او هغه مړ شو.
نو کله چې تۀ د دوئ نه خپل مخ واړوې نو دوئ يريږى، کله چې تۀ د دوئ نه ساه واخلې نو دوئ مړۀ او دوباره خاورې شى.
نو سمدستى د مالِک خُدائ يوې فرښتې هيروديس ووهلو، ځکه چې هغۀ د خُدائ پاک تمجيد ونۀ کړو، او هغه چينجو وخوړو او مړ شو.
زۀ او يواځې زۀ خُدائ پاک يم، بل يو هم حقيقى خُدائ نشته. زۀ مړۀ کول او ژوندى کول کوم، زۀ زخمى کول او روغول کوم، او هيڅ څوک زما د کارونو مخالفت نۀ شى کولے.
تقريباً لس ورځې وروستو مالِک خُدائ نابال ووهلو او مړ شو.
داؤد وفرمائيل، ”ما ته پته ده چې مالِک خُدائ به په خپله ساؤل مړ کوى، کۀ هغه په خپل مرګ مړ شى او يا کۀ په جنګ کښې مړ شى.