14 خو د دې عمل په وجه تا د مالِک خُدائ لوئ سپکاوے کړے دے، نو په دې وجه به ستا ماشوم مړ شى.“
بيا ناتن کور ته لاړو. د اورِياه د ښځې نه چې د داؤد کوم ماشوم پېدا شوے وو مالِک خُدائ هغه سخت بيمار کړو.
بيا ورته ما ووئيل، ”تاسو چې څۀ کوئ دا ټيک نۀ دى. په کار دى چې تاسو زمونږ د خُدائ پاک نه په يره کښې ژوند تېر کړئ نو چې مونږ د غېرو قومونو د دشمنانو د پېغور نه خپل ځانونه بچ کړُو.
اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواج خُدايه څوک چې په تا باندې توکل کوى، هغوئ دې زما په وجه شرمنده نۀ شى څوک چې ستا لټون کوى. اے د بنى اِسرائيل خُدايه، هغوئ دې زما په وجه شرمنده نۀ شى.
اے پاکه خُدايه، ترڅو به دشمن ستا نوم پورې خندا کوى؟ او تل به هغه ستا د نوم بېحرمتى کوى؟
بختور دے هغه څوک چې تۀ يې تنبيه کوې مالِکه خُدايه، بختور دے هغه چا له چې تۀ د خپل قانون نه سبق ورکوې،
اے مالِکه خُدايه زمونږ پاکه خُدايه، د هغوئ سوال تا قبول کړو. تۀ د بنى اِسرائيلو بخښونکے خُدائ پاک يې، کۀ څۀ هم تا د هغوئ بدو عملونو ته سزا ورکړله.
مالِک خُدائ فرمائى، ”او په بابل کښې هم هغه کار شوے دے يعنې، زما خلق قېديان دى او د هغوئ په سر هيڅ پېسې نۀ دى ورکړے شوې. څوک چې په هغوئ حکومت کوى نو هغوئ هر وخت زما د نوم سپکاوے کوى.
”صرف تاسو يئ چې ما د زمکې په ټولو قومونو کښې خوښ کړى يئ، نو ځکه به زۀ تاسو ته ستاسو د ټولو ګناهونو په وجه سزا درکړم.
په دُنيا دې افسوس وى چې انسان د دې څيزونو په وجه ګناه کوى. دا څيزونه به ضرور راځى خو افسوس په هغۀ د چا د لاسه چې به پېښږى.
ځکه څنګه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”هم ستاسو په وجه به غېريهوديانو کښې د خُدائ پاک د نوم سپکاوے وشى.“
خو کله چې مالِک زمونږ عدالت وکړى نو دا زمونږ د اصلاح دپاره کوى د دې دپاره چې مونږ د نورې دُنيا سره مجرمان نۀ شو.
ځکه چا سره چې مالِک خُدائ مينه کوى نو د هغۀ تنبيه هم کوى. او هغه هر هغه چا له سزا هم ورکوى چې هغه يې د خپل زوئ په توګه قبول کړى.“
زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.