Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




دوېم سموئيل 12:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې زۀ به ستا د خپل خاندان نه څوک د دې سبب وګرځوم چې په تا مصيبت راولى. تۀ به خپلو سترګو ګورې چې زۀ به ستا نه ښځې بوځم او بل سړى له به يې ورکوم، او هغه به په رڼا ورځ ورسره څملى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




دوېم سموئيل 12:11
13 Iomraidhean Croise  

خو هغۀ په پټه باندې د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”کله چې تاسو د بيګل آواز واورئ نو په چغو ووايئ چې ابى‌سلوم په حبرون کښې بادشاه جوړ شوے دے.“


نو داؤد خپلو ټولو آفسرانو ته وفرمائيل چې کوم د هغۀ سره په يروشلم کښې وُو، ”کۀ مونږ د ابى‌سلوم نه تښتېدل غواړُو نو چې سمدستى وتښتُو. زر شئ. ګنې هغه به زر دلته راشى، مونږ له به شکست راکړى او په ښار کښې به هر يو کس ووژنى.“


ابى‌سلوم داسې د هر يو بنى اِسرائيلى سره کول چې هغه به د اِنصاف دپاره بادشاه له ورتلو، نو داسې هغۀ د بنى اِسرائيلو زړونه وګټل.


نو داؤد ابيشى او خپلو ټولو آفسرانو ته وفرمائيل، ”زما خپل زوئ زما د وژلو کوشش کوى، تاسو په دې بنيامينى باندې ولې حېرانېږئ؟ مالِک خُدائ ورته فرمائيلى دى چې ما ته کنځلې وکړى، نو هغه پرېږدئ چې هم داسې کوى.


نو بيا دې زما ښځه د نورو دپاره مېچن وکړى، او پرېږده چې نور سړى د هغې سره څملى.


او کۀ هغه نبى په پېشګويۍ ورکولو کښې دوکه شى او دروغ ووائى نو ما مالِک خُدائ هغه نبى له دوکه ورکړه، او زۀ به خپل لاس د هغۀ خلاف وراوږد کړم او هغه به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو نه نيست و نابود کړم.


د بادشاه دې ډېرې ښځې نۀ وى، ځکه چې دا به هغه د مالِک خُدائ نه واړوى، او هغه دې خپل ځان په سپينو زرو يا سرو زرو نۀ مالداره کوى.


تاسو به د يوې پېغلې سره کوژدن وکړئ، خو بل څوک به د هغې سره څملى. تاسو به يو کور جوړ کړئ، خو هيڅکله به په هغې کښې ونۀ وسېږئ. تاسو به د انګورو باغ وکَرئ، خو د هغې انګور به هيڅکله ونۀ خورئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan